مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۶)

بي حیایي – له شروع څخه تر پای پوري(۶)

زنا د احادیثو مبارکه په رڼا کي: (۳)

۵). د زنا په وخت کي د ایمان رخصتي:

د عالمیانو رحمت او عالم ته د غوره انسانیت ښودونکی نبي اکرمﷺ فرمایلي دي: چي کله بنده زنا کوي نو هغه وخت ایمان د هغه د دننه څخه وځي (یعني هغه د بې ایمانۍ په حالت کي پاتي کیږي) او د هغه د بدن څخه په وتلو د سایې په څېر د هغه پر سر دریږي او کله چي زنا کوونکی کس د زنا څخه فارغ شي نو ایمان بیرته د هغه کس دننه ننوځي. (الحدیث)

ددې حدیث تر لوستلو وروسته یو مسلمان ښه فکر وکړئ چي زنا څومره سخت ترینه او غضب ترینه کار دی، چي د کولو په وخت کي یې انسان د ایمان څخه خالي کیږي.

اې مسلمانه!

د الله لپاره، لږ غور وکړه!

که ته په دې ګناه کي اخته شوې او په همدې وخت تاته مرګ راغلی نو ستا انجام به څه وي؟

اې مسلمانه!

آیا ته د دنیا څخه په داسي حالت کي رخصتېدل خوښوې؟

آیا دا خوښوې چي ته د ایمان څخه د محرومۍ په حالت کي، په قبر کښي پورې ایستل شې؟

آیا ستا لپاره د دنیا عارضي ژوند، د آخرت په مقابل کښي کوم حیثیت لري؟

مسلمانانو!

سالم فکر وکړئ چي د اسلام منونکو لپاره تر ټولو ارزښتناکه خبره داده چي هغه ته د مرګ وروسته د همېشه لپاره د سکون او آرام ژوند زیری واورول شي او مسلمان ددې عارضي ژوند تېرولو وروسته د همېشني کامیاب ژوند په طرف وګرځول شي، اوس په دې عارضي او لنډ ژوند کښي هم انسان داسي کار وکړي چي د ایمان څخه یې محروم کړي نو ددې ګټه څه؟

دا محرومي خو د کافرانو په برخه ده چي هغوی دي د بې ایمانۍ په حالت کي د دنیا څخه په رخصتېدو د همېشه لپاره د جهنم استوګن جوړ شي خو افسوس کاشکي مسلمان د خپل خوږ پېغمبرﷺ پر ښایستو لارښوونو عمل وکړي نو په دې دنیا کښي به په کامیابېدو، په آخروي ژوند کي قدم کښېږدي.

مسلمانانو!

د الله په لار کښي د بې ایمانۍ د مرګ څخه ځانونه وژغورئ.

آیا تاسي د لږ وخت ګناه څخه په ځان ژغورلو، د همېشه لپاره په آرام ژوند راضي نه یاست؟

۶). د ګاونډي (همسایه) سره د زنا وعید:

یو وخت د نبي کریمﷺ څخه یو کس وپوښتل چي:

اې د الله تعالی رسولﷺ! د الله تعالی په وړاندي تر ټولو لویه ګناه یعني کبراالکبائر څه ده؟ یا کومه ګناه ده؟

اې د الله تعالی رسولﷺ! د الله تعالی په وړاندي تر ټولو لویه ګناه یعني کبراالکبائر څه ده؟ یا کومه ګناه ده؟

بیا هغه شخص وویل اې د الله رسولﷺ ددې وروسته کوم کار دی؟ (یعني ددې وروسته کومه ګناه ده).

نبي کریمﷺ وفرمایل چي خپل ماشومان له دې ویري وژل که هغوی به څه خوري.

ددې په اورېدو هغه بیا وپوښتل چي اې رسولﷺ، بیا کومه؟ (یعني ددې وروسته کومه لویه ګناه ده).

پېغمبرﷺ وفرمایل: انی تزنی حلیلة جارج.

د خپل همسایه د ښځي سره زنا کول. [بخاري باب اثم الزناة]

په دې حدیث مبارکه کي د درې لویو ګناهونو په اړه خبر ورکړل شوی دی او د همسایه د ښځي سره زنا په لویو ګناهونو کي شمېرل شوې ده، ځکه چي اسلام د همسایه حقوق تعین کړي دي او همسایه ته په ضرر رسولو باندي په قرآن او حدیث کي سخت وعیدونه راغلي دي، یو مسلمان ته ددې اختیار نشته چي هغه دي خپل همسایه ته یو وړوکی تکلیف هم ورسوي، او د هغه د ښځي سره زنا خو بیخي لویه خبره ده، ځکه تشه زنا لا د سخت تاوان څخه خالي نه ده، بیا ددې برسېره د همسایه د حق غلا کول دا بیخي لویه خبره ده، الله تعالی دي مونږ ټوله ترې وساتي او موږ ته دي سالم عقل راوبخښي تر څو موږ پر اسلامي احکاماتو عمل وکړو او د جنت مستحق جوړ شو.

ژباړه او زیاتونه: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

لوی ګناهونه ۱

لومړۍ لويه ګناه

لومړۍ لويه ګناه دالله جل جلاله  سره شريك نيول (لوى شرك) دلوی شرک په اړه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *