مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخيانو خوراک او څيښاک

ددوزخيانو خوراک او څيښاک

 

ددوزخيانو خوراک او څيښاک

 اغزي لرونکي درختي به خوراک ورکول کيږي:

الله (ج) فرمايي:

تُسْقَى مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ (5) لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِنْ ضَرِيعٍ (6) لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِنْ جُوعٍ (7) ([1])

ژباړه : دايشېدل سوي ، خوټېدلي چينې څخه به دوى اوبه کړل سي ، دوى لره به خوراک نه وي مګر داغزي لرونکي درختي څخه به ورکول کيږي چي نه به دوى مړوي او نه به ددوى دلوږي څخه بس والى کوي.

دمرقات مؤلف ليکي :

په پورتني آيت کي چي دضريع نوم ياد سوى دئ چي دوزخيانو ته به ورکول کيږي دا ديوې دښتي او اغزي لرونکي درختي نوم دئ چي دحجاز په سيمه کي پيدا کيږي ، ډېره ترخه او بدبويه ده دډير خباثت له امله حيوانان بيخي نه ورنژدې کيږي کوم حيوان چي يې وخوري دستي مړ کيږي.

په پورتني آيت کي چي دضريع لفظ راغلى دئ چي دوزخيانو ته به دلوږي پر مهال ورکول کيږي ــ مراد ځني داور اغزي دي چي تر مړغوني ترخه دي ، تر مرداري لاښې بدبويه دي ،او تر اور ګرم دي، سره ددې چي دوى به دغه خوراک زيات وکړي بيا هم دلوږي څخه نه وزي.

[1] : سورة غاشية الايات ٥ الي ٧

راتلونکي برخه:

دوزخيانو ته به ژړي اوبه ورکول کيږي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخذ: د دوزخ او دوزخيانو حالات

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …