مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ ساه ايستل

ددوزخ ساه ايستل

ددوزخ ساه ايستل

رسول الله(ص) فرمايلي دي : په سخت دوبي  کي تاسو دماپښين لمونځ  ځنډوئ ځکه ددوبي دګرمۍ  سختي ددوزخ دګرمۍ څخه ده. بيا رسول الله(ص) وفرمايل: ددوزخ اور  الله(ج) ته شکايت وکړ چي زما دګرمۍ دسختۍ له امله زما ځني برخي ځني نوري برخي خوري ماته اجازه راکړه چي يو ډول خپله ساه وباسم چي زه دخپلي زياتي ګرمۍ څخه په عذ اب يم ، ددوزخ ددغه غوښتني سره سم الله (ج) دوزخ ته دوه ځلي اجازه ورکوي چي خپله ساه وباسي يو ځلي په دوبي  کي او يو ځلي په ژمي کي. په همدې اساس تاسو چي ددوبي ګرمي او دژمي يخني احساسوئ دا ددوزخ دساه ايستلو اثرات دي.([1])

فايده : داچي دوزخ خپله ساه باسي ددوبي ګرمي منځته ځني راځي دا خوښکاره خبره ده چي دوزخ ګرم دئ او دګرم شي تنفس ګرمي منځته راوړي مګر داچي ددوزخ په ساه ايستلو کي دژمي يخني څنګه راځي دا خبره دانسان فکر ته په ښکاره نه راځي ، حقيقت دادئ چي دوزخ کله ساه دباندي راوباسي نو ددوبي ګرمي ځني پيدا سي او کله چي ساه بېرته دننه کوي نو ددنيا ټوله ګرمي دځان سره دننه کړي ځکه يخني ځني پيدا سي.

ځني پوهان بيا په دې آند دي چي ددوزخ عذاب يوازي ګرم نه دئ بلکي ددوزخ عذاب لکه چي ګرم او سوځونکى دئ همدا ډول ددوزخ عذاب يخ هم دئ.

حضرت عبدالعزيزدباغ(رح) دمحمديه امت دمشهورو اولويو کاشفانو څخه دئ ، دى مبارک فرمايي: پېرانانو ته په اور سره عذاب نه ورکول کيږي ځکه داور څخه ددوى ذات جوړ دئ بلکي دوى په زمهرير (زيات يخ) دوزخ سره عذاب ورکول کيږي ، پېرانان په دنيا کي ديخنۍ څخه ډېر سخت بيريږي او دځنګلي خرو په څېر ديخنۍ څخه ځغلي . نوموړى عالم زياتوي : پېرى او شيطان اوبو ته نه ننوځي که اوبو ته ننواتى دستي مړ کيږي، نوموړي عالم داخبره هم څرګنده کړې ده چي قاتلانو ته دشيطان سره يوځاى په زمهرير دوزخ کي عذاب ورکول کيږي.

په دې ځاى کي دعبرت خبره ده بايد دې خبري ته دعبرت په سترګو وکتل سي چي انسان ددې توان نه لري چي ددوزخ دساه ايستلو په وجه چي کومه ګرمي يا يخني راځي هغه ته ځان ټينګ کړي نو ددوزخ اصلي ګرمي او يخنۍ ته به څنګه ځان ټينګ کړي.

] فاعتبروا يا اولي الابصار [

دافسوس او تاسف ځاى دئ چي په زرګونو انسانان ددنيا ددې لږي ګرمۍ او يخنۍ لپاره دومره ترتيبات نيسي او ددوزخ دسترو  عذابونو څخه دنجات لپاره هيڅ توجه نه کوي.

[1] : بخاري

مأخذ : د دوزخ او دوزخیانو حالات

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

3 تبصیری

  1. Cephalexin Mod Cialis Cialis Medikamente Kaufen India Pharmacy Amoxicilline 500 Alcool

  2. Substance Abuse Assessment

    Comorbid Substance Abuse http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Summer Sky Rehab
    http://aaa-rehab.com

  3. Warming Breakaway Conjunctivitis Real cialis online 5500 generic viagra shipped from usa they do not tuneful