مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / په دوزخ کي مرګ نه راځي او نه عذاب سپکيږي

په دوزخ کي مرګ نه راځي او نه عذاب سپکيږي

په دوزخ کي مرګ نه راځي او نه عذاب سپکيږي

 

الله( فرمايي:

لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ (75) ([1])

ژباړه : عذاب به ددوى څخه سپک نه سي او دوى به په دې دوزخ کي نااميده سي (دوتلو او عذاب سپکېدو څخه).

په بل ځاى کي الله( فرمايي:

لَا يُقْضَى عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِنْ عَذَابِهَا ([2])

ژباړه : پردوى باندي به هيڅ فيصله نه کيږي چي دوى دي مړه سي او نه به ددوى څخه ددوزخ عذاب سپکيږي.

يعني دوزخيان به دهرڅومره عذاب سره ، سره بيا هم نه مري چي دمرګ په راتلو سره دي دوى دعذاب څخه خلاص سي او نه به پردوى بآندي عذاب سپکيږي بلکي دسختو تکليفونو سره به دوى ژوندي وي او په دغه سختو خورايو کي به ژوند کوي.

په حديث شريف کي راغلي دي : کله چي جنتيان جنت ته ولاړ سي او دوزخيان دوزخ ته ولاړ سي نو مرګ به ديو حيوان په شکل دجنت او دوزخ منځته راوستل سي چي جنتيان او دوزخيان دواړه يې ويني ، مرګ به دحيوان په څېر ووژل سي او بيا به داسي اواز وکړل سي: اې جنتيانو ! ستاسو لپاره نور مرګ نسته تاسو به تل په جنت کي ياست. دوزخيانو ته به وويل سي: اې دوزخيانو ! ستاسو لپاره نور مرګ نسته تاسو به تل په دغه عذابونو کي ياست . ددې خبر په اورېدو سره به دجنتيانو خوشالي زياته سي او ددوزخيانو غم به زيات سي.

 

[1] : سورة زخرف الاية ٧٥

[2] : سورة فاطر الاية ٣٦

راتلونکي برخه

ددوزخ د ] هَلْ مِنْ مَزِيدٍ [ اواز

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخذ: د دوزخ او دوزخيانو حالات

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …