مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخيانو ويلي کېدل

ددوزخيانو ويلي کېدل

په ډول ، ډول روشونو سره دوزخيانو ته عذاب ورکول کېدل

ددوزخ زيات حرارت ، ددوزخ اور ، لړمان يې ، ماران يې ، خوراک ، څيښاک او تياريکۍ ددوزخ چي پورته بيان سوې دا ټولي دعذاب لاري دي چي دوزخيانو ته ورکول کيږي البته پورته چي بيان سوه دا ددوزخ دعذابونو يوه لږه برخه وه چي بيان سوه او دقرآن او حديث څخه استنباط سوې ده ، ددې سره ، سره دوزخيانو ته نور ډولونه عذابونه هم ورکول کيږي چي ځيني يې په لاندني ډول دي:

ددوزخيانو ويلي کېدل:

لله(ج) فرمايي:

|يُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوسِهِمُ الْحَمِيمُ (19) يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُودُ (20) ([1])

ژباړه : توى به سي ددوى پر سرونو باندي ايشېدل سوي اوبه ، خوړين به سي په  دغه اوبو سره هغه څه چي ددوى په نسونو کي دي (چي دکولمو څخه عبارت دي) او ددوى پوستونه به په خوړين او ويلي سي.

رسول الله(ص) فرمايي: يقيني خبره ده چي کله ايشېدلي اوبه ددوزخيانو پر سرونو باندى توى کړل سي ددوى مخونه اوسرونه به خوړين او ويلي سي ، کله چي يې اوبه نس ته ولاړي سي نو ټول هغه څه به خوړين کړي کوم چي ددوى په نس کي وي ، هغه ټول ددوى دنسونو څخه راووزي ، بيا به بېرته دوى په هغه حالت سي کوم چي اول وه .

[1] : سورة حج الايتان ١٩ ، ٢٠.

راتلونکې برخه:

دوزخيان به  په  ګرزونو او مطرقو باندي وهل کيږي

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …