مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / دهغه ملائکو شمېر چي پردوزخ باندي مقرري سوي دي

دهغه ملائکو شمېر چي پردوزخ باندي مقرري سوي دي

دهغه ملائکو شمېر چي پردوزخ باندي مقرري سوي دي

الله( په قرآنکريم کي فرمايي:

عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ([1])

ژباړه : پر دغه دوزخ بآندي نولس ملائکي مقرري سوي دي.

فايده : ددغه نوولس ملائکو څخه يوه ملايکه مالک ده او پاته يې خازن دي. که څه هم ددوزخيانو دتعذيب لپاره يوه ملايکه هم بس ده مګر ددې لپاره چي دوزخيانو ته بېلابېل عذابونه ورکړل سي او ددوزخ په بېلابېل ډولونو سره انتظام وسي ځکه نوولس ملايکي ورته مقرري سوي دي. په دې اړه الله( فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ([2])

ژباړه : پردې دوزخ بآندي ملايکي مقرري سوي دي چي سخت زړي او سختي کونکي دي ، دالله( هيڅ نافرماني نه کوي او هغه څه کوي چي دوى ته امر وکړل سي.

بيان القرآن ددرمنثور څخه رانقل کوي چي رسول الله3 وفرمايل: پردوزخ چي کوم محافظين ګومارل سوي دي دهغو څخه يو تر ټولو انسانانو او پېرانانو ځواکمن دئ.

[1] : سورة مدثر الاية ٣٠

[2] : سورة تحريم الاية٦

راتلونکي برخه:

ددوزخ خښم او فرياد

——————————-

مأخذ: د دوزخ او دوزخیانو حالات

مؤلف : مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

4 تبصیری

  1. Sildenafil Citrate 100mg In Usa buy cialis online Levitra Contre Indication Cialis Jus Viagra Soft Kaufen

  2. Prix Du Viagra Fish Flex Forte 500 Mg Cephalexin Viagra Receta Casero viagra Clomid Produit Cialis Black 800mg Pills Is Keflex Good For Teeth Nfection

  3. Overtaking laminitis Overnight delivery cialis Overt to РІ these your cracking

  4. Wuzyji mzhsqb cialis coupon walgreens where to buy cialis online