مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د اهل قبله وو د تکفیر د ممانعت تعلق د حکمرانانو څخه دی

د اهل قبله وو د تکفیر د ممانعت تعلق د حکمرانانو څخه دی

د اهل قبله وو د تکفیر د ممانعت تعلق د حکمرانانو څخه دی

مصنف ؒ فرمایي چي: د اهل قبله وو د تکفیر د ممانعت تعلق په اصل کي د امیرانو او حکمرانانو څخه دی (یعني دا مقوله په اصل کي د حکمرانانو په حق کي ده) لکه د حضرت انس ؓ څخه ذکر سوی تېر روایت او د همدې ډول نور روایتونه په اصل کي د امیر او حکمرانانو د اطاعت د وجوب او تر هغه وخته چي هغوی لمونځ کوي، د هغوی په خلاف د بغاوت د ممانعت په سلسله کي وارد سوی دی.

لکه چي امام مسلم ؒ په ”صحیح مسلم” جلد: ۲، صفحه: ۱۲۵ کي د هغو ټولو روایتونو تخریج تر همدې باب لاندي کړی دی، او په هغو ټولو روایتونو کي که څه هم په ”صحیح مسلم” کي وي یا د احادیثو په نورو کتابونو کي وي، ذکر سوې لاندي استثنأ موجود ده، لکه په صحیح بخاري کي چي ده:

”الَّا ان تروا کفراً بواحا عندکم من الله فیه برهان”

(صحیح بخاري جلد: ۲، صفحه: ۱۰۴۵ کتاب الفتن)

ژباړه: الّا- مګر دا چي ته (د هغو امیرانو په قول او فعل کي) داسي ښکاره کفر ووینې چي د هغه پر کفروالي ستا سره د الله تعالی له طرفه دلیل او برهان موجود وي.

او همدا مراد د حضرت انس ؓ په ذکر سوي لاندي روایت کي هم دی، کوم چي تخریج یې امام بخاري ؒ او نورو کړی دی:

”من شهدان لااله الاالله واستقبل قبلتنا وصلی صلوتنا و اکل ذبحتنا فهو مسلم، له ما للمسلم وعلیه ما علی المسلم”

[صحیح البخاري جلد: ۱، صفحه: ۵۶]

ژباړه:

چا چي د لااله الاالله شاهدي ورکړه، او زموږ د قبلې په طرف یې مخ کړه، او زموږ د لمونځ په څېر یې لمونځ وکړ او زموږ ذبح کړی سوې یې (حلال وبلل او) ویې خوړل، هغه مسلمان دی، د هغه ټول هغه حقوق دي چي د یو مسلمان دي او پر هغه ټوله هغه مسؤلیتونه دي چي پر یو مسلمان وي، (یعني داسي حکمران چي هغه ټوله د اسلام شعایر مني او کوي یې هغه مسلمان دی، د هغه اطاعت واجب او د هغه په خلاف بغاوت او سرکښي ممنوع ده).

مصنف علیه الرحمه فرمایي چي د رسول اللهﷺ دا فرمان: ”الَّا ان تروا کفراً بواحا عندکم من الله فیه برهان” ثابتوي چي دا لیدل (او فیصله کول) د لیدونکو کار دی، هغوی باید خپل او د الله تعالی ترمنځ وګوري چي دا ښکاره کفر دی که یا؟

پاته دا شخص په داسي ډول منل پر هغه واجب نه دي چي هغه کوم ځواب ورنه کړای سي او (د خپل قول او فعل) کوم چي تاویل لا ونکړای سي، بلکی پر هغه یوازي دومره واجب دي چي خپله د هغه سره د هغه پر کفر د الله تعالی له طرفه څخه دلیل او برهان موجود وي.

نور بیا…

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …

یوه تبصیره

  1. Free Suboxone Clinics Near Me

    Substance Abuse Rehab http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com In House Rehab
    http://aaa-rehab.com