مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / کفریه عقاید او اعمال

کفریه عقاید او اعمال

کفریه عقاید او اعمال:

په ”شرح التحریر” جلد: ۳، صفحه: ۳۱۸ کي محقق ابن امیر الحاج د عبارت لاندي لیکي:

”د اهل قبله و څخه هغه مبتدع (ګمراه) کوم چي دده د بدعت (ګمراهۍ) پر اساس کافر نه ورته ویل کیږي او کله کله هغه ته د ګنهکار اهل قبله په لفظ تعبیر کیږي، لکه څنګه چي مصنف (شیخ ابن همام رح) د هغه څخه د مخه: ”وللنهی عن تکفیر اهل القبله” لاندي اشاره کوي، ددې څخه یوازي هغه شخص مراد دی، کوم چي د دین په ضروریاتو کي خو د اهل حق سره متفق وي، مثلاً: حدوث عالَم او جسماني حشر مني او کوم بل کفریه قول یا فعل هم د هغه څخه نه وي واقع شوی، مثلاً: د الله بغیر یو څوک معبود بلل، یا په کوم انسان کي د الله تعالی د حلول منل، یا د محمدﷺ د نبوت څخه انکار کول، دده ﷺ مذمت یا توهین کول او ددا ډول کفریه خبرو منونکی وي، خو ددې علاوه په نورو داسي نظري مسایلو کي د اهل حق مخالف وي، په کومو کي چي په متفقه طور حق یو طرف دی (اثبات یا نفي) مثلاً صفات الهیه، د بندګانو د افعالو خلق، الهي اراده د خیر او شر دواړو لپاره عام کېدل، د الهي کلام قدیم والی یا نور (نو په دې مسایلو کي اختلاف کوونکو ته کافر نه ویل کیږي) او غالباً مصنف علیه الرحمة (شیخ ابن همام رح) د هغه څخه مخکي خپل ذکر شوي قول څخه ددې طرف ته اشاره کړې ده: ”ددې لپاره چي دا مبتدع هم د قرآن، حدیث یا عقل څخه خپل پر عقایدو استدلال کوي” که نه نو د دین په ضروریاتو کي مخالفت کوونکي ته د کافر ویلو په باره کي خو په اهل حق کي هیڅ اختلاف نشته، مثلاً حدوثِ عالم یا بدني حشر، یا د الله تعالی علم په جزیاتو، او نورو… دا خو هغه بنسټیز مسایل دي چي ددې انکار کوونکی یقیناً کافر دی، که څه هم هغه د اهل قبله وو څخه وي او ټول عمر عبادات، طاعات او د شرعي احکامو پابند وي، همدا ډول هغه کس هم باید بغیر له کوم اختلاف نه کافر سي، کوم چي د کفر د واجبوونکي قول یا فعل مرتکب وي، په دې صورت کي ”خطّابیه” ته (د کومو چي عقیده ده چي درواغ ویل حلال او جایز دي) هم پر دې اساس باید کافر وویل سي کوم چي موږ ”د راوي شرایط” لاندي بیان کړي دي.

ددې څېړنې څخه دا هم واضح سول چي: د کومي ګناه په وجه د اهل قبله وو د تکفیر د ممانعت اصول هم عام نه دي، خو دا چي د ګناه څخه د هغي ګناه هدف واخیستل سي چي کفر نه وي، نو هغه کس کوم چي تکفیر یې د کفر واجبوونکي ګناه په وجه وسي نو خامخا به ددې اصولو څخه ووځي (او هغه ته به کافر وویل سي) لکه شیخ تقی الدین سبکي رح ددې طرف ته اشاره کړې ده”.

حضرت مصنف رح فرمایي: ددې وروسته محقق ابن امیرالحاج د سبکي رح قول نقل کړی دی کوم چي زموږ ددې څېړني لپاره قطعاً مضر نه دی، ددې لپاره چي شیخ سبکي رح ددې کس په باره کي بحث کوي کوم چي په ژبه سره د کفر د کلمې وروسته د شهادت کلمه ووایي (چي دا کس کافر نه دی) او هغه دغه شخص د هغه مسلمان په څېر بولي کوم چي د مرتد کېدو وروسته اسلام راوړي، خو نوموړی څېړونکی دا هم په نظر کي نیسي او د هغه کس د مسلمان کېدو لپاره هم د کفر د کلمې څخه توبه او د بېزارۍ او خلاصون ښکاره کول مهم بولي، کوم چي ده د خولې (ژبي) څخه راایستلي وه، دا شرط د سبکي رح په خبرو کي د پام وړ دی، لهذا د څیړونکي ابن امیرالحاج او شیخ سبکي رح په منځ کي کوم اختلاف پاته نه سو.(  [۱])

(۱) حاشیه:

او د دواړو بزرګانو په وړاندي د دین د اړتیاوو څخه انکار یا د کفر د واجبوونکو ارتکاب کوونکی کس قطعاً کافر دی، که څه هم هغه د اهل قبله وو څخه وي او ځانته مسلمان وایي، د شرعي احکامو او عباداتو پابند هم وي، همدارنګه دا ثابت سول چي د دین په اړتیاوو کي د کوم یوه انکار یا د کفر واجبوونکي ارتکاب دا کس د اهل قبله وو څخه باسي، همدارنګه د اهل قبله کېدو معنا ”د قبلې طرفته په مخ کولو لمونځ کوونکی” پوهېدل د بې خبرۍ دلیل دی، په حقیقت کي اهل حق د کوم کس شرعاً مؤمن کېدو لپاره دا عنوان د اصطلاح په طور غوره کړی دی او دا اصطلاح به هم لکه چي نژدې معلومه سي:

”ما صلوا صلوتنا و استقبلوا قبلتنا” څخه اخیستل سوی او د صاحب شریعت علیه السلام څخه ثابت دی.

لیکوال: مولانا محمد انورشاه کشمیري

ژباړن: مسلم احسانمل

دغه هم وګوری

د دوزخ حالات

دوزخيانو ته به غساق ورکول کيږي

دوزخيانو ته به غساق ورکول کيږي لَا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا (۲۴) إِلَّا حَمِيمًا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *