مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / لنګوټه د ساينس په رڼا کي

لنګوټه د ساينس په رڼا کي

لنګوټه د ساينس په رڼا کي

 

د رسول اکرم (ص) په دې مبارک سنت کي که يو طرف ته ډېري ديني فايدې دي خو بل طرف ته په طبي ډول سره که فکر وسي نو دا د صحت او تندرستۍ له پاره هم يو عجيب نسخ ده.

فايدې خو ئې بې شماره دي خو موږ دلته د مثال په ډول څو راوړو:

١ – کوم څوک چي لنګوټه پر سر کوي هغه به د جل (لمبې وهلو sun stroke) له ناروغۍ څخه ژغورلى وي.

٢ – کوم څوک چي لنګوټه پر سر کوي هغه به د دايمي نزلې له ناروغۍ څخه ژغورلى وي، که بالفرض وي هم نو اثر او اغېزه به ئې کمه وي.

٣ – د سر درد له پاره لنګوټه ډېره ګټه کوي، کوم څوک چي لنګوټه پر سر کوي، د هغه د سر درد خطره ډېره لږ وي.

٤ – لنګوټه د دماغي تقويت او حافظې له پاره يو عجيب اثر لري.

٥ – د لنګوټې شمله د شنجۍ (شمزۍ) د هډوکي د درد له پاره ډېره ګټه رسوي.

٦ – د لنګوټې شمله حرام مغز له يخ او ګرمۍ څخه ساتي چي له همدې لاري سړى د سرسام له خطرونو څخه په امن وي.

٧ – د فزيالوجۍ د تحقيق او څېړني مطابق کله چي د کوم انسان حرام مغز محفوظ وي د هغه د جسم اعصابي نظام او عضلاتي نظام هم سم او منظم وي او دا کار (د حرام مغز ساتنه) د لنګوټې د شملې په واسطه کېداى سي.

٨ – د سپيني لنګوټې له کبله دماغ او دماغي اعصاب د ګرمۍ او لمر له تېزو اثراتو او اغېزو څخه ژغورل کېږي.

٩ – د لنګوټې له کبله انسان په ټولنه کي معزز او بارعب معلومېږي چي دا د انسان پر روحياتو مثبت اثر لري.

١٠ – د لنګوټې له کبله د انسان زغم او حوصله زياتېږي.

د نفسياتو يو ماهر ډاکټر وايي:

يو پاکستانى ډاکټر عزيزاحمد چي د نفسياتو ماهر دئ هغه وايي:

کله چي زه د نفسياتو په باره کي د لوړو زده کړو له پاره خارجي هيوادونو ته ولاړم هلته د نفسياتي او روحي ناروغيو څخه د حفاظت او ژغورني له پاره د لنګوټې په شان يو جامه کارېدل (پر سر تړل کېده) کله چي ما دا کار وليدى نو فوراً مي وويل چي دا خو لنګوټه ده کوم چي زموږ پيغمبر استعمال کړې او هم ئې د امت له پاره يو سنت کار دئ.

هغو خلکو (د نفسياتو ماهرانو) دا ځکه پر سر کول چي د همدې کبله په انسان کي د مسايلو او مصائبو د برداشت قوت پيدا کېږي او له نورو ډېرو روحي او نفسياتي مرضونو څخه ساتل کېږي([1]).

([1])  سنت نبوي اور جديد ساينس: اول جلد، ١٥١ مخ.

مأخذ:د لنګوټې فضايل او مسايل

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

یوه تبصیره

  1. Holistic Rehab http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Inpatient Drug Rehab Facilities
    http://aaa-rehab.com