مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / علماء وپوښتئ

علماء وپوښتئ

علماء وپوښتئ

لیکنه: حامد افغان

امام ابو حنیفه رحمه الله یو سړی ولید چې مڼه یې غلا او بیا خیرات کړه، پوښتنه یې ورنه وکړه چې دا مو څه وکړل؟!

هغه ورته وویل: زه له الله سره تجارت کوم، د یوې مڼې غلا یوه ګناه ده، خو چې خیرات مې کړه لس نیکي مې وګټلې، یوه نیکي د هغې ګناه په بدل کې او نه نیکي بچت راته پاته شوې!

امام رحمه الله ورته وویل: داسې نه ده، د غلا دې یوه ګناه شوه. او د غلا مڼه خیرات کول الله نه قبلوي، الله پاک دی، پاک شیان مني. نو خیرات دې قبول نشو او ګناه دې په غاړه کې نښتې پاته شوه..
نن سبا هم داسې خلک شته چې عبادتونه پخپل سوچ او فکر برابروي داراز ګناهونه هم پخپله معلوموي. او له رښتیني عالم نه پوښتنه نه کوي. دوی باید پوه شي چې هغه دین الله ته منلی او منظور دی چې شریعت روښانه کړی وي، او دا د شریعت واقعي عالم درته ښودلی شي. خو له بده مرغه زموږ ځیني پخپل فکر او ګومان څوک کافروي او څوک مسلمانوي آن چې د خلکو د وژلو او بښلو امرونه له خپله سره صادروي.

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

2 تبصیری

  1. In a certain cultivation Get cialis online Men whose insular conclusions from an critic to the deferment or holding