مخپاڼه / بیلا بیل / په قران کې څه دي؟

په قران کې څه دي؟

په قران کې څه دي؟

ليکنه: مفتي عبدالهادي حماد
یوه صحابي عجیب په لنډ ډول دقرانکریم مقاصد یوه پاچا ته وړاندي کړي دي:
لاندي قصه ووایاست ماته ډېر خوند راکوي دیوه مبارک صحابي ښکلې وینا او همت او داسلام په شروع کي دمسلمانانو مظلومیت انځوروي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او مسلمانان په مکة کي دسختو تکليفونو سره مخ وه او ورځ تر بلي تکليفونه د کمېدو پر ځاى زياتېدل نوحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اصحابو ته اجازه ورکړه چي ددې ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ سي زياتو اصحابو کرامو وحبشې ته هجرت وکړى دحبشې پاچا که څه هم عيسايي و تر دغه وخته پوري لا مسلمان سوى نه و مګر د زړه په نرموالي او عدل خوښوني سره مشهور و دخداى تعالي (رجب) په مياشت کي دنبوت په پنځم کال د يوولسو يا دوولسو نارينوو دڅلورو يا پنځو ښځو پوري يوې ډلي وحبشې ته هجرت وکړى د مکې خلګ په پسې سوه چي ولاړ نه سي مګر په لاس نه ورغلل اصحاب کرام حبشې ته ځني ورسېدل حبشې ته چي ورسېدل مسلمانان په هغه ځاى کي خبر سول چي دمکې خلګ ټول مسلمانان سوي دي او اسلام غالب سوى دئ دوى مبارکان په دې خبره ډېر خوشحاله سوه او بېرته خپل وطن ته را روان سوه کله چي مکې ته را نژدې سوه ورته معلومه سوه چي پورتنى خبره بې بنسټه ده او دمکې خلګ د پخوا په څېر بلکي تر هغه لا زيات دمسلمانانو په زورولو اخته دي نو ډېر خوابدي سوه ځينو مبارکو اصحابانو بېرته و حبشې ته تشريف يووړى ، ځينو بيا ديو چا څخه پناه واخيسته او مکې ته داخل سوه دغه هجرت ته دحبشې لومړى هجرت ويل کيږي ، ددې څخه وروسته يوه لويه ډله د درواتيا نارينه و ، اتلس ښځو څخه جوړه وه په بېل ــ بېل ډول يې وحبشې ته هجرت وکړى دغه هجرت ته دحبشې دوهم هجرت ويل کيږي ، ځينو اصحابو يو هجرت وکړى او ځينو دواړه هجرتونه وکړه ، کافرانو چي مسلمانان وليدل چي په حبشه کي آرام ژوند تېروي نو نور يې درد (غصه ) زياته سوه او ډېري تحفې يې برابري کړي يوې ډلي ته يې په لاس ورکړې دحبشې پاچا نجاشي ته يې ور واستولې ، همدا ډول يې هغه خاصو کسانو ( پادريانو ) ته تحفې ورواستولې چي دپاچا سره يې نژدې ناسته درلوده د مکې دکافرانو ډله چي کله حبشې ته ورسېده نو لومړى يې د واکمنانو او پادريانو سره وليدل او تحفې يې ورکړې ددوى څخه يې وعده واخيسته چي پاچا ته به يې سپارښت کوي بيا دغه ډله د پاچا و دربارته حاضره سوه لومړى يې پاچا ته سجده وکړه بيا يې تحفې ورکړې ورسره يې خپل خواست هم ورته وړاندي کړى چي خواست يې په دې ډول و :

اې پاچا! زموږ دقوم يو څو بې عقلانو هلکانو خپل زوړ دين پرې ايښي دئ يو نوى دين يې غوره کړى دئ داسي دين دئ چي نه يې موږ پېژنو او نه يې تاسو پېژنى دلته ستاسو هيواد ته راغلي دي دلې اوسيږي موږ دمکې مشرانو ، ددغه هلکانو پلرونو ، اکا ګانو او خپلوانو رالېږلي يو چي دغه کسان بېرته له ځانه سره بوزو تاسو دوى موږ ته وسپارى د دوى د خبري سره سم هغه واکمنانو او پادريانو چي دوى رشوت ورکړى و د دوى طرفداري او پلوي وکړه پاچا ورته وويل :

کومو کسانو چي زما په هيواد کي پناه اخيستې وي دڅېړني پرته يې تاسو ته نه سو سپارلاى لومړى به هغه راغواړم معلومات به ځني لاسته کوم که چيري ستاسو خبره صحيح وه نو تاسو ته به يې دروسپارم اوکه ستاسو خبره درسته نه وه نو ستاسو غوښتنه نه سم پوره کولاى، دستي يې مسلمانان راوغوښتل په لومړى وخت کښي مسلمانان ډېر خوابدي سول چي څه به کوو ، خو د الله جل جلاله مرسته او فضل و چي په همت يې دا پرېکړه وکړه چي پاچا ته به ورځو او پاکه خبره به ورته کوو ، کله چي مسلمانان و شاهي دربار ته را ورسېدل لومړى يې سلام ووايه ، دستي يو چا نيوکه پرې وکړه چي دوى د پاچا ادب ونه کړى يعني پاچا ته يې سجده ونه کړه ، مسلمانانو ورته وويل چي زموږ نبي صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله څخه پرته وبل چاته دسجدې کولو اجازه نه ده راکړې ، ددې خبرو وروسته پاچا د دوى د حالاتو پوښتنه وکړه حضرت جعفر ورمخکي سو پاچا ته يې وويل : موږ په ډېر سخت جهالت کي پراته وو نه مو الله جل جلاله پېژانده او نه دهغه په رسولانو خبر وو د ډبرو عبادت به مو کاوه مرداري به مو خوړلې بد کارونه به مو کول خپلوي مو پرې ايښي وي زورور سړي به کمزوري کس واژه موږ په دې حالت کي وو چي الله جل جلاله يو رسول راولېږى داسي رسول دئ چي موږ يې نصب ، صداقت ، ايمانداري او پرهيزګاري ښه پېژنو دغه رسول موږ د يوه الله جل جلاله يعني د شريک پرته و عبادت ته راوبللو د ډبرو او بتانو دعبادت څخه يې منعه کړو ، د ښو کارونو حکم يې راته وکړى ، د بدو کارونو څخه يې منعه کړو، موږ ته يې د ريښتيا ويلو ، امانتدارۍ ، وصيله رحمۍ ، د همسايه سره د ښه سلوک ، دلمانځه کولو ، روژې نيولو ، خيرات ورکولو او دښو اخلاقو حکم وکړئ ، دزنا ، بدکارۍ ، درواغ ويلو ، ديتيم دمال خوړلو ، پر چا د تهمت ويلو او داسي نورو بدو عملونو څخه يې منعه کړو .

موږ ته يې د قرآنکريم ښوونه راکړه موږ په هغه ايمان راوړى او دهغه حکمونه مو ومنل همدا لامل و چي زموږ قوم زموږ دښمنان سوه او دهر ډول تکليفونو رارسول يې شروع کړه موږ اړ سو چي د خپل نبي د لارښووني سره سم ستاسو په هيواد کي پناه واخلو .

پاچا وويل : کوم قرآن چي ستاسو نبي تاسو ته راوړى دئ د هغه څخه ماته يو څه راوړى حضرت حعفر د سورة مريم لومړني اياتونه ورته تلاوت کړه پاچا چي دقرآنکريم دغه اياتونه واورېده ــ دى او دده پادريان چي دلته موجود وه ټولو ډېر وژړل آن تردې چي ږيري يې لندې سوي وروسته پاچا وويل :

په الله جل جلاله قسم يادوم چي دغه کلام او هغه کلام چي حضرت عيسي راوړى دئ ديوه نور څخه را وتلي دى بيا يې دمکې وخلګو ته انکار وکړئ چي زه و تاسو ته دغه مسلمانان نسم سپا رلاى دمکې خلګ ډېر خوابدي سوه او ډېر سپک سوه پخپلو منځو کي يې مشوره پيل کړه دمشورې په بهير کي يوه وويل : زه به سبا يو داسي چل وکړم چي پاچا د دوى ريښې پرېکړي ملګرو ورته وويل :داسي کار نه دئ په کار ځکه که څه هم دوى مسلمانان سوي دي بيا هم زموږ خپلوان دي خودغه سړي نه ومنل سبا بيا و پاچا ته ورغلل پاچا ته يې وويل :

پاچا صاحب ! دغه مسلمانان ستاسو د پيغمبر حضرت عيسي په هکله بې ادبي خبري کوي او وايي چي حضرت عيسي د خداى زوى نه دئ پاچا د دوهم ځل لپاره مسلمانان راوغوښتل ، مسلمانان د غوښتني پر مهال د تېر وار په پرتله زيات خواشيني سول په هر صورت مسلمانانو ويلي دي چي موږ پاچا ته ورغلو پاچا راته وويل :

تاسو دعيسي په هکله څه واياست ؟

مسلمانانو ورته وويل :موږ دعيسي په هکله هغه څه وايو چي الله جل جلاله زموږ پر نبي باندي نازل کړي دي.

پاچا ورته وويل : ستاسو پر نبي باندي د عيسي په هکله څه نازل سوي دي ؟

مسلمانانو ورته وويل : عيسي دالله جل جلاله نبي دئ ، دالله جل جلاله بنده دئ ، دالله جل جلاله روح دئ ، دالله جل جلاله کلمة ده ،الله جل جلاله د يوې پيغلي ( بي واده ) ښځي يعني بي بي مريمي په وجود کي پيدا کړى او بيا يې وزيږوى .

نجاشي پاچا ورته وويل : ستاسو خبري ريشتيا دي ځکه عيسي هم تر دغه خبرو زياتي نه دي ويلي دپاچا سره ناستو پادريانو بک، بک شروع کړى يعني خبري يې سره واړولي خو پا چا ورته وويل : تاسو چي هر څه واياست خو حقيقت داسي دئ لکه مسلمانان چي وايي ددې څخه وروسته يې دمکې کافرانوته بېرته تحفې په لاس ورکړې او مسلمانانو ته يې وويل : تاسو نور په امن کي ياست هر څوک چي تاسو ته تکليف رسوي تاوان به ورکوي بيا يې دغه اعلان هم وکړى چي مسلمانان په امن دي هر څوک چي تکليف ورکوي تاوان باندي لازم دئ .

 

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …