مخپاڼه / ځانګړي مطالب / تعليم القران راديو يوه کلنه سوه!

تعليم القران راديو يوه کلنه سوه!

تعليم القران راديو يوه کلنه سوه

.

تعلیم القرآن اسلامي  راډیو د حمادیه مدرسې د خدماتو د څانګو یوه نوې تعلیمي او تربیوي څانګه ده. حمادیه اسلامیه مدرسه چي په (۱۳۹۰) هجري لمریز کال د جید او هڅاند عالم مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله  له لوري په کندهار کي تأسیس سوې ده، د خپلو هیوادوالو لپاره د نشر و اشاعت، تعلیم و وتربیه او د دعوت په لاره کي خدمات لري.

تعليم القران راډيو چي دحماديې مدرسي، ديني، تعليمي،  ښوونيزو اوپوهنيزو لړيو  يو کړۍ ده چي شپه او ورځ د خپلو خلکو ديني، مذهبي، اجتماعي اوټولنيزي ښيرازى لپاره کارکوي .

تعليم القران اسلامي راديو، چي د(١٣٩٤) هجري کال دجدي دمياشتي پر (١٦) مه يې په خپلوخپرونو پيل کړئ وو د(١٣٩٥) هجري کال دجدي  پر (١٦ )مه ئې لمړى څېړنيز کال بشپړکړ.

حماديې مدرسي له هغه وخته چي دروازه يې داولس دبچيانو پر مخ  خلاصه سوې  بياتر دې مهاله دخپلو خلکو اوهيواد د ديني پرمختګ لپاره ډېر وياړمن کارونه ترسره کړي . لکه :

١_ تعليم القران اسلامي راډ يو چي پر( ٩٢.٩ اف ايم)  باندي نشرات کوي چي اوس زموږ ږغ ورڅخه اورئ .

٢_ دتعليم القران ويب  پاڼي تأسيس چي (https://www.t-quran.com ) باندي دراډيو يي خپرونو ترڅنګ ديني ، اجتماعي ، روغتیايي اوپوهنيزي ليکني خپروي .

٣_ دتعليم القران فيسبوک پاڼه (   https://www.facebook.com/Taleemulquran.Radio )  باندي ديني، اجتماعي، ټولنيزي اواسلامي معلومات په لیکلي او ویډیویي بڼه خپروي .

٤_ دنداء القرآن مهالنۍ مجله،د دري کلن فعالیت راهیسي   په خپل غېږ کي ديني، ټولنيزي، اجتماعي، پوهنيزي اوښوونيزو معلوماتو ته ځاى ورکړی چي افغان اولس خپله ديني اومذهبي تنده په ماتوي .

نداء القرآن مهالنۍ مجله د کندهار تر څنګ هلمند، ارزګان، زابل ، نمروز او هرات  د ولسونو تر لاسونو ور  رسېږي.

٥_ دارالافتاء چي دافغان اولس  شرعي ، ټولنيزي اوروزنيزي پوښتني جوابوي .

٦_ دارالاحفاظ چي لسګلونه شاګردان دقرآن کريم ديادولو زده کړه پکښي کوي .

٧_دتأليف اوترجمي څانګه چي تردې مهاله يې په لسګونو ديني، تعليمي، مذهبي ، اجتماعي اوښوونيزو نور بېلابېل کتابونه افغان اولس ته وړاندي کړي دي .

٨_دشاګردانو ليليې څانګه چي خوراک، پوښاک  اونورټول مصارف  او انتظام  ئې دهمدې مدرسي دادارې پرغاړه دئ .

٩_ دمدرسو  د يو واحد تعليمي نصاب دځينو کتابو نو چاپ  دئ چي همدا اوس دکندهار په ډیرو مدارسو کي ورته تدريسيږي .

کوم خدمتونه چي مو ذکر کړل دا خدمتونه حمادیه مدرسې سره د کندهار  متدین ، مېړني او په دین مین مسلمان ولس او د ځینو مخلصو تجارانو د هڅو او خدمت نتیجه ده ، له دوی څخه هیله کېږي چي لا هم خپلي هڅي په دیني خدماتو کي جاري وساتي او په ژوند کي يې د برکت غوښتونکي یو.

تعلیم القرآن اسلامي راډيو خپل تیر یو کلن بهیر دلاندي خپرونو په درلودلو سره په بریالیتوب پای ته ورسوئ، او لا هڅه کوي چي د خپل اولس دیني تنده په اسلامي او معلوماتي خپرونو خړوبه کړي،چي له هغو څخه یي ځیني دادي:

دیني : تفسیر او ترجمه، د خلاصون لار(د شرعي پوښتنو جوابونه) او امر باالمعروف او نهي عن المنکر.

تعلیمي : د تعلیم القرآن مدرسه(ریاض الصالحين، عربي زده کړه او التسهیل الضروري) او تجوید زده کړه .

تربیتي: ماشوم روزنه، د مؤمن اخلاق  او د حکمت انقلاب.

ټولنیزي: سهارنۍ وژمي ، د ژوند انځور او  له ژونده خوند واخله .

ادبي : لمرېنه غرمه، د ستورو مزل، او دستار.

روغتیایي: صحت، او روغتیا .

د تعلیم القرآن اسلامي راډيو اداره او مشرتابه دیادو خپرونو د ویاندویانو څخه منندویه دي او د لا همکاری غوښتونکي دي.

د تعلیم القرآن اسلامي راډيو اداره په راتلونکي کي د اولس په ملاتړ لاندي پلانونه په پام کي لري:

۱-د تعلیم القرآن اسلامي راډيو دوهمه څانګه د همسایه ولایت (زابل) د متدین او مخلص اولس  په ډیرو غوښتنوسره فعاله کیدل.

۲- د تعلیم القرآن اسلامي راډيو دریمه څانګه د کندهار د بولدک په ولسوالی کي فعاله کیدل.

۳- د مرکزي څانګي (حمادیې مدرسې) د چاپیریال پراخه کول.

۴- په مرکزي څانګه (حمادیه مدرسه ) کې د کتابتون او مطبعي فعاله کول.

۵-د تعلیم القرآن اسلامي راډيو د نشراتو غځول  د هیواد دمتدین اولس په همکاری سره په ټول هیواد کي.

داچي تعليم القران اسلامي راډيو دحماديې مدرسې دپوهنيز بهير دلړۍ څخه يو کړۍ ده په خپل يوکلن بهير کي يې لاندي خپروني تر ټولو غوره خپروني ټاکلي دي:

١_ دخلاصون لار خپرونه:  په دي خپرونه کي د افغان مسلمان اولس شرعي پوښتونو ته د حنفي مذهب  په رڼاکي جوابونه ويل کيږي چي هره ورځ لسګونه پوښتني دهمدې خپروني له دارالافتاء څخه کيږي اوجوابونه ورته ويل کيږي دايو داسي خپرونه ده چي په زرګونو اورېدونکي یې درلودلي دي او عام  او خاص  وګړي ورڅخه مستفید سوي دي .

٢_ دتفسير اوترجمي خپرونه: په دې خپرونه کي  دقرانکريم ترجمه له لومړي ايات څخه شروع کيږي بياد قران کريم تروروستي ايات پوري دکندهار د جيدعالم ( شيخ الحديث مولوي اختر محمد زعفراني صاحب ) له خواد شنبي تر چهارشنبي د شپي پر (۰۸:۰۰ )بجي وړاندي کيږي، ياده خپرونه په زرګونو اورېدونکي لري لائې هم اورېدونکي زياتېږي.

۳- دتفسير اوترجمي خپرونه : په دې خپرونه کي  دقرانکريم ترجمه له لومړي ايات څخه شروع کيږي بياد قران کريم تروروستي ايات پوري دکندهار د جيدعالم (مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله) له خوا دشنبي تر چهارشنبي د سهار پر (۰۷:۰۰ )بجي وړاندي کیږي ياده خپرونه په زرګونو اورېدونکي لري لائې هم اورېدونکي زياتېږي.

یاده دي وي چي د تیرکال غوره مبلغین لاندي علماء ټاکل سوي دي:

هر یو (شيخ الحيث مولوي اخترمحمد زعفراني ، مولوي صالح محمد عطشان،  مولوي محمد مجاهد ،مفتي جان محمد راشد ، او مولوي عبدالغني اغاصاحب ) یادو علماوو ورځني موضوعات (ښه اوبداخلاق، عقيده، حنفي مذهب، ټولنيز، ښوونيز، اصلاحي، اجتماعي  او نور …) په خپلو اصلاحي بیانونو کې وړاندي کول او دوی ته د اولس د مخليصو او خدمت کونکو علماوو  په نامه ستاينليکونه د راډيو د ادارې او مشرتابه لخوا ورکول سول او د راډيو مخلصين علماء ونومول سول، ياد علماء هغه کسان دي، چي د تعليم القران راډيو د پرمختګ لپاره ئې ډېري هلي ځلي کړي او داسي خپروني ئې رامنځته کړي چي په نورو راډيوګانو کې سارۍ ډېر کم ليدل کيږي .

دتعليم القران اسلامي راډ يو مشرتابه، اداره اوهمکاران په خپلو يادولاسته راوړنو  وياړي  مخليصو  او خدمتګارو علماوو ته د  خپرونو د غوره چلونکو  د ستاينليکونو مبارکي وايي او د الله جل جلاله څخه توفيق ورته غواړي، چي دهمدې اسلامي اوټولنيزو خدمتونو په ډګر کي خپلي هڅي لازياتي کړي.

همداسي د تعليم القران اسلامي راډيو مشرتابه ،اداره  اوهمکاران دخپلو درنو اوعزتمندو اورېدونکو په بې ساري ګډون وياړي، چي دهمدي راډيو په خپرونوکي ئې کوي او يا دا چي دا راډيو دځان اوخپلي کورنۍ لپاره انتخابوي.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاتة

د تعليم القران راډيو اداره

دغه هم وګوری

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم …

22 تبصیری

  1. Prix Cialis Montpellier Adverse Reaction To Amoxicillin Fluoxetine 60mg On Line Cialis Clobetasol Where To Purchase Next Day Delivery

  2. Propecia Effectivness Mail Order Pharmacy Levitra Propecia Gravidanza order cialis online Viagra Frau Preisvergleich Switching From Cephalexin To Augmentin Non Presciption Cephalexin

  3. Cialis 5 Cialis Levitra No Prescription Propecia Commander

  4. discount tadalafil canada [url=http://buyscialisrx.com/]cheap cialis[/url] tadalafil approval online cialis cong dung
    cua tadalafil o que é tadalafil e para que serve
    http://buyscialisrx.com/ generika cialis tadalafil

  5. You are a very intelligent individual!

  6. these [url=https://chloroquinego.com/#]chloroquine kimia farma[/url] funding chloroquine phosphate side effects
    report https://chloroquinego.com/

  7. Drug & Alcohol Treatment Centers

    Drug And Alcohol Rehabilitation Centers Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Drug Abuse Treatment Centers
    http://aaa-rehab.com

  8. Drug Rehab Treatment Centers

    Medicaid Substance Abuse Treatment http://aaa-rehab.com Alcohol Rehab Near Me http://aaa-rehab.com Substance Abuse Treatment Centers Near Me
    http://aaa-rehab.com

  9. sure relative [url=http://www.cialisles.com/#]cialis 20mg[/url] equally device roughly attention 20mg cialis generally product cialis 20mg cool suggestion http://cialisles.com/

  10. and use disadvantages such as Cialis woman To become more crimson to make a run for it the most of inward

  11. Heya are using WordPress for your site platform? I’m new to the blog world but I’m trying to get started and set up my own. Do you need any html coding expertise to make your own blog? Any help would be really appreciated!

  1. Pingback: Drug Rehab Near Me