رسول الله(ص) داحد ميدان ته په رسېدو سره په جنګي تکتيک پيل وکړئ
ددوى ترتلو وروسته رسول الله(ص) داحد ميدان ته تشريف يووړى په هم هغه ځاى کي يې دجنګي تکتيک له مخي داسلامي فوج څخه يې يوه پنځوس کسيزه ډله بېله کړه ،چي مشر يې حضرت عبدالله بن جبير(رض) ور وټاکئ دغه ډله يې پر يوه کوچني غره باندي کښېنول ،چي داسلامي فوج د کېمپ څخه يو نيم سل متره ليري وو اودغه ځاى اوس د(جيل رماة) په نامه ياديږي او مشر ته يې لارښوونه وکړه ،چي تاسو به زموږ دشا د لوري دفاع کوئ هسي نه ،چي دښمن پر موږ باندي دشا دلوري راسي او پرموږ حمله وکړي که موږ په جنګ کي کامياب سو هم به نه راځئ اوکه ناکامه سو هم به نه راځئ يوازي به دغه ځاى ټينګ نيسئ ترڅو زه مو را ونه غواړم . بيا رسول الله(ص) دغه پنځوس کسيزي ډلي ته مخاطب سو او ورته وې ويل : اې خلګو ! تاسو به دغه ځاى ټينګ ونيسئ په هيڅ صورت کي به ددې ځاى څخه نه ولاړېږئ که تاسو وليده ،چي دښمن پر موږ زورور سوى دئ موږ وهي نو هم زموږ مرستي ته مه راځئ او که موږ کامياب وو دغنيمت مالونه مو راټولول هم به نه راځئ تر څو ما نه ياست را غوښتي .([1])
داحد په جګړه کي فوجي قومندانان وټاکل سوه
تردې وروسته رسول الله(ص) پاته فوج منظم کړ ، دفوج راسته موټى حضرت منذر بن عمرو(رض) ، چپه موټى حضرت زبير بن عوام(رض) او حضرت مقداد(رض) ددوى مرستيال وټاکل سوه بيا رسول الله(رض) وفرمايل : اې خلګو ! تاسو به ترهغه بريده جنګ نه شروع کوئ ترڅو ،چي دالله(ج) رسول(ص) امر نه وي درته کړى بيارسول الله(ص) اصحابانD دالله(ج) په لاره کي جهاد کولو ته تشويق کړه اوګټي يې ورته وښودلې .([2])
کفري قواوو په خپل نظم پيل وکړ
بل لوري څخه قريشو هم خپل فوج منظم کړ، ابوسفيان يې دفوج عمومي آمر وو دراسته لوري قومنده يې خالد بن وليد ته اودچپه لوري قومنده يې عکرمة بن ابوجهل ته او دپلي فوج قومنده يې صفوان بن امية ته ورکړې وه . دخپل فوج بيرغ يې دعبدالدار دقوم يوې کوچنۍ ډلي ته ورکړي وو دوى هم دخپل لښکر دتنظيم اوتشويق لپاره زياتي هڅي وکړې آخر داچي دواړه فوجونه يو بل ته مخامخ سوه
دکفري لښکر څخه لومړى تن ووژل سو
لومړى تن ،چي دکافرانو دلوري په دغه جګړه کي تل ددوزخ وکندي ته وغورځېدئ طلحة بن ابي طلحة وو نوموړى کافر په شجاعت اوهمت کي زيات مشهور وو آن تردې ،چي کافرانو به دجنګ مږ ور ته وايه، دى په ډېره دلاوري سره رامخکي سو او دجنګ بلنه يې وکړه دده په جواب کي دستي حضرت زبير(رض) دزمري په څېر ور ووتى او ډېره تېزه حمله يې پر وکړه اوښ ته سربيره ور وغورځېدئ دى يې لاندي را شوه کړئ او په توره يې سر ورپرې کړ، رسول الله(رض) ددغه کافر په وژنه ډېر خوشاله سو .
راتلونکې برخه:
پوښتنې
[1] : البخاري – الصحيح ( حديث ٣٠٣٩ ) احمد – المسند ٤ \ ٢٠٩ ، الحاکم المستدرک ٢ \ ٢٩٦ ، الواقدي – المغازي ١ \ ٢١٩ – ٢٢٠ ، ابن سعد – الطبقات ٢ \ ٣٩ – ٤٠
[2] : خليفة بن خياط – التاريخ ص : ٦٧