مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ددوزخ خښم او فرياد

ددوزخ خښم او فرياد

ددوزخ خښم او فرياد

په تنګ زندان کي ددوزخيان بندېدل:

وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (۶) إِذَا أُلْقُوا فِيهَا سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا وَهِيَ تَفُورُ (۷) تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ…… ([۱])

ژباړه : دهغه کسانو لپاره چي په خپل رب سره کفر کوي  دجهنم عذاب دئ او دا جهنم دورتګ ډېر بد ځاى دئ، کله چي دوى په جهنم کي وغورځول سي دوى به يو  وحشتناکه اواز واوري چي جوشيږي به ، نژدې وي چي دخښمه څخه ټوټه ، ټوټه سي.

حکيم الامت قدس سره په بيان القرآن کي ليکي: الله(ج) به دوزخ ته دادراک او خښم قوه ورکړي چي پر منکرانو باندي به خښميږي له همدې وجهي څخه دپوهاوي لپاره مثال راوړل سوي دئ چي ګويا دوزخ پردوى بآندي خښمجن دئ.

الله(ج) فرمايي:

إِذَا رَأَتْهُمْ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا (۱۲) وَإِذَا أُلْقُوا مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُقَرَّنِينَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُورًا  ([۲])

ژباړه : کله چي دوزخ دوى دليري څخه وويني ددوى به ددوزخ څخه خښم او خروش اوري ، او کله چي دوى په دوزخ کي په تنګ ځاى کي سره يوځاى سي دوى به په دغه وخت کي دځانو دهلاکت دعاوي کوي(يعني داچي کاشکي موږ مړه سوي واى خو دوى لره به مرګ نه راځي ځکه په قيامت کي بيا مرګ نسته)

فايده :  اوس چي دوزخيان ددوزخ څخه سل کاله فاصله لري بيا هم ددوزخ سترګي دوزخيانو ته دي او ددوزخيانو سترګي دوزخ ته دي ، دقيامت په ورځ چي کله ددوزخ سترګي پردوى باندي ولګيږي نو ددوزخ سخت فرياد او جوش ، خروش دوى واوري . کله چى دوى دوزخ ته ور وغورځول سي او مرګ ته ناري کړي چي کاشکي موږ مړه سوي واى لکه په دنيا کي چي پر يو چا باندي کومه تنګسه راسي نو دى ناري کړي (  آه ، مړ سوم)

دابن ابي حاتم په روايت کي راغلي دي چي رسول الله(ص) فرمايلي دي: ]  اِذَا رَ اَتْهُمْ    ـــ  يعني کله چي دوزخ دوى وويني [ . درسول الله(ص) ددغه ويناڅخه څرګنديږي چي دوزخ لره دوې سترګي سته.

که څه هم دوزخ ډېر پراخ ځاى دئ ، تنګي پکښي نسته مګر ددې لپاره چي دوزخيانو ته سخت عذاب ورکړل سي دوى په تنګو ځايونو کي غورځول کيږي لکه په يو حديث کي چي راځي : رسول الله(ص) فرمايي: په دوزخ کي به دوزخيان ددوزخ پرديوالونو باندي داسي وويشتل سي لکه يو ميخ چي پر دېواله باندي ټکوهل کيږي.([۳])

ددوخ په اړه په يوه بل الهي ارشاد کي راځي :

تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى (۱۷) وَجَمَعَ فَأَوْعَى ([۴])

ژباړه : دوزخ هغه چا ته بلنه ورکوي چي دين ته يې شاګرځولې او مخ يې ځني اړولى وي ، مال يې جمع کړى وي او ذخېره کړى يې وي.

ابن کثير ليکي : دقيامت په ورځ به دوزخ دحشر دميدان څخه دوزخيان داسي ټولوي لکه مرغه چي په ميدان کي دانه ټولوي.

په پورتني آيت کي دمال جمع کوونکي يادونه سوې ده . داچي دا کوم مال جمع کوونکى دئ په اړه يې حضرت قتادة(رض) په يوه روايت کي فرمايي: په دغه ايت کي چي دمال جمع کوونکي يادونه سوې ده دا هغه مال جمع کوونکى دئ چي دحلال او حرام ترمنځ توپير نه کوي بلکي په هره طريقه چي مال په لاس ورځي جمع کوي يې او دالله(ج) په لاره کي مال نه خرڅوي.

حضرت عبدالله بن حکيم دپورتني آيت دخبر دويري له امله ټول عمر دخپلي هميانۍ خوله نه تړل چي هسي نه چي په هغه ډله کي راسم چي الله(ج) مال جمع کونکي ورته ويلي دي او دوزخ به يې غوښتنه کوي.

حضرت حسن بصري(رح) حفرمايي: اې دآدم زويه ! ته الهي تهديد اوري چي دمال جمع کولو په اړه يې فرمايلي دى بيا هم په مال جمع کولو  بوخت يې.

رسول اللهK فرمايي: دقيامت په ورځ به يو بنده دالله( په حضور کي په ډېر ذلت سره ولاړ وي الله(ج) به پوښتنه ځني وکړي او ورته وبه وايي: ايا ماتاته مال او شتمني نه وه درکړې؟ حيوانان ، غلامان او خادمان مي نه وه درکړي؟ نعمتونه مي نه وه درکړي؟ ووايه تا ددغه نعمتونو دشکر اداکولو لپاره څه کړي دي؟ دغه سړى به  په جواب  کي داسي ووايي: اې زما ربه ! ما مالونه  جمع کړي وه بيا مي نور هم پر زيات کړي وه هرڅه چي مي درلوده ټول زما څخه پاته سوه ماته اجازه راکړه چي ټوله راوړم. لنډه داچي ښايي داهغه کس وي چي مالونه يې جمع کړي او په نېکه لاره کي يې هيڅ نېک عمل نه وي کړي نو ځکه به دوزخ ته واچول سي.([۵])

رسول الله(ص) فرمايي: دنيا دهغه چا کور دئ چي هيڅ ډول کور نه لري، دهغه چا شتمني ده چي هيڅ ډول شتمني نه لري ، په دنيا کي هغه څوک مال او شتمني جمع کوي چي هيڅ شعور نه لري.([۶])

بيهقي په شعب الايمان کي په مرفوع روايت سره نقل کوي:

کله چي يوڅوک مري  ملايکي يې په اړه داسي وايي: ايا دغه کس اخرت ته يو شي لېږلى دئ؟ يعني دغه سړي داسي نېک کارونه کړي چي ده ته  په اخرت کي په ښه ورسي. او خلګ بيا ددغه کس په اړه وايي : دغه سړي تر شا يوشي پرېښودئ؟ يعني يوڅه مال يې پرېښودئ چي دشاله خوا دده دقريبانو لپاره يو شي سي؟ او حساب يې بيا دغه مړى ورکړي.

[۱] : سورة ملک الايتان ٦ الي ٨

[۲] : سورة فرقان الايتان ١٢ ، ١٣

[۳] : ابن کثير.

[۴] : سورة معارج الايتان ١٧ ، ١٨

[۵] : ترمذي.

[۶] : مشکوة

راتلونکي برخه:

ددوزخ مهارونه ملايکي کشوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخذ: د دوزخ او دوزخیانو حالات

مؤلف : مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله

دغه هم وګوری

ملحد څوک دی ۳

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳)

ملحد څوک دی؟ په ساده ژبه(۳) لیکنه: مسلم احسانمل په تېرو برخو کي مو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *