مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول الله(ص) دمور وفات

درسول الله(ص) دمور وفات

درسول الله(ص) دمور وفات

درسول الله(ص) دمور وفات يې په دې ډول وو ،چي درسول الله(ص) مور آمنة دعبدالمطلب او خپل زوى محمد(ص) سره يوځاى دمدينې په لوري په دې موخه روانه سوه ،چي دخپل خاوند عبدالله زيارت وکړي . مدينې ته ،چي ورسېدل په مدينه کي يې يوه مياشت تېره کړه دهغې خوا دراتلو پرمهال يې مرګ ته ښه راغلاست ووايه په ( ابواء ) نومي ځاى کي يې ،چي دمکې او مدينې په منځ کي يو ځاى دئ ددې نړۍ څخه دتل لپاره مخه ښه وکړه .

مورنۍ او پلرنۍ مينه معجزه وي ، دپلار دميني ږغ روح ته دودي ولوله وي ، دمور غيږ ماشوم ته دجنت ښکلي باغچه وي خو الله(ج) حضرت محمد(ص) ددې ټولو ځانګړتياو څخه بې برخي کړ.([۱])

رسول الله(ص) شپږ کلن ماشوم وو . پلار يې نه درلودى ، مور يې نه درلوده ، ورور يې نه درلودى ، خور يې نه درلوده . همدا کسان دي ،چي دويري پر مهال دشپږ کلن ماشوم اوښکي پاکوي او دخوشالۍ پر مهال يې سترګي توري مګر الله(ج) ددې کړني څخه دا وښودل ،چي دالله(ج) مينه دمحمد(ص) سره تر دې ټولو کسانو زياته ده نو ځکه يې دده مبارک ساتنه خپله کول دټولو ناخوالو څخه يې په خپل قدرت ساته .

[۱]  : ابن سعد – الطبقات ١ \ ١١٦ ، ١١٧ ، ابن هشام – السيرة ١ \ ١٥٥ ، ابونعيم – دلائل النبوة ١ \ ١١٨ ، الصنعاني – المصنف ٥ \ ٣١٨ . البيهقي – دلائل النبوة ٢ \ ٢١ ، ٢٢ ، الحاکم – المستدرک ٢ \ ٦٠٣ ،

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

درسول (ص)پيدايښت

 

دغه هم وګوری

د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند۱۱۱

پوښتني

پوښتني رسول الله ﷺ  لومړى څه ډول دعوت پيل کړ؟ په ښځو کي لومړى چا اسلام …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *