مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله ﷺ دجبل ثور ( دثَوَر غر ) په غار کي
سیرت

رسول الله ﷺ دجبل ثور ( دثَوَر غر ) په غار کي

رسول الله ﷺ  دجبل ثور ( دثَوَر غر ) په غار کي

رسول الله(ص) او ابوبکر(رض) ،چي جبل ثور ته ورسېده نو په دغه غره کي يوه لويه غار وه پدې غار کي واوسېدل درې شپې يې دلې تېري کړې په دې موخه ،چي دقريشو دلټون وخت به تير سي بيا به دوى مبارکان دمدينې ولوري ته حرکت کوي که څه هم قريشو ددوى دلټون لپاره تر دغه غاري پوري لا ورسېدل خو الله(ج) يې ساتنه وکړه ځکه ابوبکر(رض) بيانوي : ما يوځلى سر پورته کړئ دقريشو په لټون کوونکو کي مي ديوه پښې وليدې بيا مي رسول الله(ص) ته وويل : يارسول الله(ص) ! قريش دادي راغلل دومره رانژدې دي که په دوى کي يو خپلو پښو ته وګوري لا به هم موږ وويني رسول الله(ص) راته وويل : چوپ سه ! دوه زه او ته يو دريم الله(ج) راسره دئ کله ،چي درې شپې پوره سوې نو عبدالله بن اريقط ورته راغلى دسفر سوارلۍ يې ورته راوستل عبدالله بن اريقط يو کافر وو خو داطمينان وړ سړى وو او مخکي ابوبکر(رض) معامله ورسره کړې وه ،چي دوى به دپيسو په بدله کي مدينې ته رسوي ځکه دى دصحرايي لارو ماهر وو . په همدغه وخت دمدينې پر لوري وخوځېده پر ليرو پرتو سيمو باندي ولاړل  ،چي سور سمندرګي ( بحر احمر ) ته نژدې وه دپنځو شپو په مزله کولو سره مدينې ته ورسېدل.([1])

[1]  : بخاري – الصحيح ١ \ ٥٥٣ ، ابن هشام – السيرة ١ \ ٤٨٦ .

راتلونکي برخه:

رسول الله ﷺ مدينې ته ورسېدئ

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

یوه تبصیره

  1. best generic viagra [url=https://viagenupi.com/#]viagra no prescription[/url]
    how long does viagra work viagra no prescription how much does the military spend on viagra https://viagenupi.com/