مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله(ص) په شل کلنۍ کي

رسول الله(ص) په شل کلنۍ کي

رسول الله(ص) په شل کلنۍ کي

 

کله ،چي رسول الله(ص) شل کلن سو په دغه وخت کي دحلف الفضول تړون وسو اورسول الله(ص) هم دغه تړون ته حاضر سو دغه تړون دقريشو دقومونو ترمنځ په لاندي ډول رامنځته سو :

حلف الفضول

درسول الله(ص) په شل کلنۍ کي يو کس دزبيد دقوم څخه مکې ته راغلى پر عاص بن وائل يې ځيني سامانونه خرڅ کړل عاص بن وائل ودغه کس ته خپلي پيسې نه ورکولې هغه سړى راغلى په مکه کي يې ځيني شعرونه وويل مطلب يې دخلګو هڅول وه ،چي دظالم څخه دمظلوم حق واخلي ددغه شعرونو په اورېدلو سره زبير بن عبدالمطلب يعني دنبي(ص) اکا دقريشو مخورو کسانو ته بلنه ورکړه  څو ددغه مظلوم دږغ اورېدلو او دتل لپاره دظالم دلاس نيولو لپاره خلګ راټول کړي دده دبلني په پايله کي دبنو هاشم ، بنو عبدالمطلب ، بنو اسد ، بنو عبدالعزى ، بنو زهرة ، بنو کلاب او بنو تميم ټبرونه دعبدالله بن جدعان په سراى کي سره راټول سوه دزياتو خبرو کولو وروسته يې دحلف الفضول  تړون وکړ، ،چي هر مظلوم ته به دظالم څخه خپل حق وراخلي او ظالم ته به اجازه نه ورکوي ،چي دمظلوم مال وخوري ددغه تړون په مټ دزبيد قوم هغه کس وکړاى سواى ،چي د عاص بن وائل څخه دده خوړل سوي پيسې بېرته واخلي.([۱])

[۱]  : ابن سعد – الطبقات الکبرى ١\ ٨٢ ، البيهقي – دلائل النبوة ٢ \ ٣٨ وانظر محمدالغزالي – الفقه السيرة ص \ ٧٢ حاشية رقم \ ٢ . وسبب تسميته بحلف الفضول انه کان احياء لحلف سابق في الجاهلية دعا اليه ثلاثة اسمهم مشتق من الفضل هم : الفضيل بن الحرث الجرهمي ، والفضيل بن وداعة القطوري ، الفضل بن الفضالة الجرهمي ، ابن الاثير : الکامل ج : ١ ص : ٥٧ .

دغه هم وګوری

سیرت

د بدر غزا- دکافرانو څخه دنيول سوو مالونو موضوع او رسول الله(ص) دغنيمت مالونه ووېشل

دکافرانو څخه دنيول سوو مالونو موضوع حضرت عبادة بن صامت(رض) روايت کوي : موږ درسول …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *