مخپاڼه / سیرت نبوی / دعبدالله دذبح قصه

دعبدالله دذبح قصه

دعبدالله دذبح قصه

ابن اسحاق روايت کوي : کله ،چي عبدالمطلب دزم زم څاه کندى نو دقريشو ديولړ مخالفتونو سره مخ سو نو ده  پر ځان نذر ايښي وو ،چي که ده ته الله(ج) لس زامن ورکړه او ټوله لوى او بالغ سوه دى به  يو زوى په مکه کي دالله(ج) درضا لپاره ذبح کوي همدا سي وسوه الله(ج) ده ته لس زامن ورکړه ، ټوله ځوانان او بالغان سوه ،چي نومونه يې لوړ بيان سوه.عبدالمطلب ددغه نذر دپوره والى لپاره دخپلو زامنو سره  مشوره وکړه او زامن يې وهڅول ،چي ددې نذر دپوره والي لپاره ځان وسپاري. زامنو يې غاړه کښېښوده او وې ويل : ،چي قره کشي وکړه دهر ورور نوم ،چي وخاتى هم هغه کس ذبحه کړه . عبدالمطلب ورسره خوښه کړه کله ،چي يې قره کشي وکړه د عبدالله نوم وخاتى عبدالمطلب هم دپرېکړي سم چاړه را واخيسته عبدالله يې دځان سره روان کړ، تر څو په مکه کي يې ذبح کړي کله ،چي مکې ته ورسېدئ ځينو خلګو پکښي لانجې واچولې تر داسي بريده ،چي عبدالطلب له دوى څخه وپوښتل ،چي زه دخپل نذر پوره والى  څنګه وکړم ؟ هغوى ديولړ مشورو وروسته عبدالمطلب په دې موافق کړ، ،چي دعبدالله او لس اوښانو ترمنځ دي قرعه واچوه که دلس اوښانو نوم راوواتئ لس اوښان دي دده پر ځاى ذبح کړل سي او که دعبدالله نوم راوواتئ بيا دي لس اوښان پرې زيات سي يعني ددوهم ځل لپاره دي دعبدالله اوشلو اوښانو ترمنځ قرعه واچول سي په ورته ډول کړنه دي تکراري سي يعني په هرځل که دعبدالله نوم راوواتئ لس اوښان دي پرې زياتيږي بيا دي دده نوم ورسره ولويږي تر هغه بريده ،چي داوښانو نوم دذبح لپاره را وزي . عبدالمطلب همداسي وکړه دلومړى ځل لپاره ،چي يې دعبدالله اولسو اوښانو قرعه واچول دعبدالله نوم راوواتئ بيا يې لس اوښان ورزيات کړه دشلو اوښانو او عبدالله په نامه يې قرعه واچول بيا دعبدالله نوم راوخاتئ لنډه داچي عبدالمطلب دغه لړۍ روانه وساتل آن تردې ،چي خبره سلو اوښانو ته ورسېده دسلو اوښانو سره ،چي يې دعبدالله نوم په قرعه کي واچوى داوښانو نوم را وخاتئ او عبدالمطلب سل اوښان حلال کړه او په هغه ځاى کي يې پرېښوده  ټولو ته اجازه وه ،چي خوراک ځني وکړي نه کوم حيوان ته منعه ځني وه او نه انسان ته .په همدې ترتيب عبدالله له ذبح څخه خلاص سو او دعبدالمطلب نذر داوښانو په حلالېدو سره پوره سو. له همدې امله عبدالله په ذبيح سره مشهور وو ([۱])

همدا وجه ده ،چي رسول الله۳ ته ابن ذبيحتين ويل کېږي يعني ددوو ذبيحينو زوى ،چي يو اسماعيل(ع) وو او بل دده خپل پلار عبدالله وو.

[۱]  : فَخَرَجُوا حَتّى قَدِمُوا مَكّةَ ، فَلَمّا أَجَمَعُوا عَلَى ذَلِكَ مِنْ الْأَمْرِ قَامَ عَبْدُ الْمُطّلِبِ يَدْعُو اللّهَ ثُمّ قَرّبُوا عَبْدَ اللّهِ وَعَشْرًا مِنْ الْإِبِلِ ….. وَعَبْدُ الْمُطّلِبِ قَائِمٌ يَدْعُو اللّهَ فَضَرَبُوا ، فَخَرَجَ الْقِدْحُ عَلَى الْإِبِلِ فَنُحِرَتْ ثُمّ تُرِكَتْ لَا يُصَدّ عَنْهَا إنْسَانٌ وَلَا يُمْنَعُ . قَالَ ابْنُ هِشَامٍ : وَيُقَالُ إنْسَانٌ وَلَا سَبُعٌ . ابن هشام – السيرة ١ \ ١٥٤ .

ـــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه:

دعبدالله نکاح

دعبدالله وفات

دغه هم وګوری

د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند۱۱۱

پوښتني

پوښتني رسول الله ﷺ  لومړى څه ډول دعوت پيل کړ؟ په ښځو کي لومړى چا اسلام …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *