مخپاڼه / سیرت نبوی / دعبدالله نکاح او دعبدالله وفات

دعبدالله نکاح او دعبدالله وفات

دعبدالله نکاح

دوخت په تېرېدو سره عبدالمطلب خپل زوى عبدالله ته بي بي آمنة دوهب لور ور په نکاح کړه . آمنة دوهب لور وه وهب دعبدمناف ، عبدمناف دزهرة او زهرة دکلاب زوى وو.([1])

دعبدالله وفات

عبدالله  دشام پر لوري دتجارت لپاره تللى وو او دځينو په آند عبدالمطلب ددې لپاره ليږلى وو ،چي ديثرب څخه خرماوي راوړي دهغې خوا دراتګ پر مهال ناروغه سو او ديثرب په سيمه کي دنړۍ څخه وکوچېدئ تر شا الله(ج) داسي زوى ورکړ، ،چي دپېړيو څخه يې ټولو موجوداتو دانتظار شيبې تېرولې او پر نړۍ يې دسپين سحر داسي پوښ وغوړاوه ،چي دفکر واکمنۍ نسکوره وي او بشريت ته يې دخواخوږۍ داسي پيغام وربخښي ،چي دژوندانه دپيل څخه تر پايه پوري سارى نه لري .([2])

[1]  : ولم ترد تفاصيل الزواج من طرق صحيحة ولکن موضوع الزواج وعلافات النسب من الموضواع المستفيضة اللتي لاتحتاج الى سند موثق . ابن اسعد – الطبقات ج : ١ ص : ٨٦ ، ٩٤ ، ٩٦ . الطبراني المعجم الکبير ج : ٣ ص : ١٤٩ ، الحاکم المستدرک ج : ٢ ص : ٢٠١ ، ابونعيم – الدلائل النبوة ج : ١ ص : ١٦١ .

[2]  : الصنعاني ج : ٥ ص : ٣١٧ باسناد صحيح الى الزهري مرسلا ، وهذا يتفق مع حديث الصحابي قيس بن مخرمةt عن ولادتهr ورد فيه قوله : وتوفي ابوه وامه حبلى به . الحاکم – المستدرک ج : ٢ ص : ٦٠٥ . ابن هشام – السيرة ج : ١ ص : ١٥٧

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

درسول الله(ص) مور بي بي آمنة

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related