مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله ﷺ په پنځويشت کلنۍ کي

رسول الله ﷺ په پنځويشت کلنۍ کي

رسول الله ﷺ په پنځويشت کلنۍ کي

 

کله ،چي رسول الله(ص) پنځويشت کلن سو په دغه وخت كي ده مبارک دبي بي خديجې بن خويلد(رض) سره واده وکړئ  ،چي دپېښېدو قصه يې په لنډ ډول په لاندي ډول ده :

درسول الله(ص) دخديجې(رض) سره نکاح

خديجة (رض) په مکه مکرمة کي يوه شتمنه ، عزتمنده او دلوړ نسب لرونکې ښځه وه دبله پلوه درسول الله(ص) دغوره اخلاقو ، امانت دارۍ او رشتين ولۍ اوازې تر ليرو سيمو پوري رسېدلي وې خديجېB ،چي درسول الله(ص) غوره اخلاق اورېدلي وه نو رسول الله(ص) يې غوره وبلى ،چي دخپل تجارت سر پرستي په لاس ورکړي اوداسي يې هم وکړه ، رسول الله(ص) ددې دتجارت لپاره دوه ځلي ولاړى يو ځل دشام ښارونو ته ولاړى او دوهم ځل دمکې جنوبي سيمو ته يعني دحبشې ښارونو ته ولاړئ او دهغې خوا دډېري ګټي سره يو ځاى راغلى خديجې(رض) ،چي دده امانت داري او رشتينولي وليده نو دده سره يې دنکاح کولو اراده وکړه او يو چا ته يې وويل ،چي رسول الله(ص) ته ددې دغه مطلب وښيي رسول الله(ص) ،چي ددې په دغه غوښتنه خبر سو ده مبارک هم غوره وګڼل ،چي ددې سره نکاح وکړي نو دغه خبره يې خپلو اکاګانو ته وړاندي كړه بلکي دهغوى په ملنه دخديجې اکا ته ورغلل او ددې د په نکاح کولو غوښتنه يې ځني وکړه هغه هم ورسره ومنل او خديجةB يې په نکاح ورکړل.([۱])

[۱]  : ابن هشام – السيرة ١ \ ١١٤ ، ١١٥ ، الحاکم – المستدرک ٣ \ ١٨٢ ، ابن سعد – الطبقات الکبري ١ \ ١٥٥ ، ١٥٧ .

دغه هم وګوری

د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند۱۱۱

پوښتني

پوښتني رسول اللهﷺ دحرا غار ته دڅه لپاره تللى وو؟ درسول اللهﷺدسينې څيرلو پېښه څنګه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *