مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول الله(ص) داياني

درسول الله(ص) داياني

درسول الله(ص) داياني

درسول الله(ص) مور بي بي آمنة(رض) دوهب لور وه او داياني يې ثوبيه ، ام ايمن او خولة دمنذر لور وه . تر ټولو زياتي حليمې سعديې شيدې ورکړي دي. په هغه وخت کي دا دود وو ،چي دمکې خلګو به خپل ماشومان صحراوو ته استول ترڅو خپل دژبي فصاحت وساتي او په مکه کي دنوو راغلو خلګو دژبو تر اغيز لاندي رانسي او دصحراوو څخه به هم ښځي راتللې ماشومان به يې په مزدورۍ بېول په دغه لړۍ کي حضرت محمد(ص) هم په داسي ډول صحراء ته وليږل سو ،چي حليمة سعدية دلس نورو ښځو سره دسعد قبيلې څخه راغلې وه په دغه کال وچ کلي وه نورو ښځو ماشومان په مزدورۍ پيدا کړه دځان سره يې بوته خو حضرت محمد(ص) يتيم وو نورو ښځو يې بېولو ته زړه نه ښه کاوه حليمې سعديې داسي ماشوم يې پيدا نه کړ، ،چي په مزدوري يې بوزي او په صحراء کي يې پالنه وکړي نو تر فکر وهلو او دخپل خاوند الحارث بن عبدالعزي سره تر مشورې  وروسته يې پرېکړه وکړه ،چي حضرت محمد(ص) دمزدورۍ پرته بوزي ددې پرځاى ،چي خالي غيږ ځي نو يو ماشوم بې مزدورۍ هم ورته غوره دئ دخاوند يې هم داغسي خوښه سوه او خپلي مېرمني سعديې ته يې وويل : ،چي خالي لاس ځې دغه يتيم ماشوم بوزه شيدې ورکړه الله(ج) به ددغه ماشوم له وجهي موږ ته خير او برکت راکړي همدا وجه وه ،چي دا مبارکه عبدالمطلب ته ورغلل او دهغه څخه يې دمحمد(ص) غوښتنه وکړه څو دځان سره يې بوزي  ([1])

حليمه سعديه وايي ماچي کله حضرت محمد(ص) دځان سره راوخيستى تيان مي دشيدو ډک وه ترهغه پوري زما تيانو حضرت محمد(ص) ته شيدې ورکولې څو ،چي مړېدئ او دده رضاعي ورور هم تر هغه وخت پوري شيدې ورودلې څو ،چي موړ سو يعني زما تيان تر هغه وخت پوري وچ نه سوه څو ،چي دواړه ماشومان ماړه سوه زما خاوند دباندي وواتى داوښانو تيان دشيدو ډک وه زياتي شيدې يې وکړې زما خاوند شيدې راوړلې خپله يې وڅيښلې ماته يې راکړې دومره شيدې وې ،چي موږ ټوله په ماړه سو شپه په خير او عافيت سره تېره سوه سهار زما خاوند راته وويل : اې حليمې ! تا يو برکتانه شى دځان سره راوړى دئ ايا تا په تېره شپه کي برکت محسوس نه کړئ؟

تردې وروسته زه دباندي راووتم ددې لپاره ،چي دخپل کور پرلوري ولاړه سم ما خپل دسوارلۍ شي يعني خره ځين کړه پر سپره سوم هغه خره دومري چابکه تله ،چي زما نوري ملګري په ما پسي نه سواى راتلاى او هيڅوک تر مانسواى مخکي کېداى نورو ښځو ماته وويل : اې حليمې ! دا اوس هغه خره ده ،چي ته پر راغلې وې؟ ما ورته وويل : په الله(ج) قسم يادوم ،چي داهغه خره ده ،چي مخکي زه پر سپرېدم .ښځو راته وويل : په الله(ج) قسم کوو ،چي ددې خرې حالت بدل سوى دئ.

حليمه وايي کله ،چي زه دسعد سيمي ته ورسېدم دغه سيمه خورا زياته وچه وه هيڅ واښه يې نه درلوده خو کله ،چي زه کور ته ورسېدم پسونه دڅرېدو لپاره دباندي تللي وه کله ،چي راغله ښه ماړه وه تيان يې دشيدو ډک وه ماچي لوشل زياتي شيدې يې کولې دنورو خلګو پسونه ،چي به راغلل وږي به وه په تيانو کي به يې هيڅ شيدې نه وې. لنډه داچي پر موږ باندي دغسي په خير او برکت سره ژوند تېرېدئ تر داسي اندازې ،چي رسول الله3 دوه کلن سو . رسول الله(ص) دنورو ماشومانو څخه توپير درلودئ کله ،چي دى دوه کلن سو زيات قوي وو دغذا خوړلو توانايي يې درلوده.

[1]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٩ \ ١٤٠ ، ١٤٣ ) ، صحيح مسلم ( بشرح النووي ) ١٠ \ ٢٣ ، ٢٤ . ابن هشام – السيرة ١ \ ١٤٩ ، ١٥٣ ، ابن حبان – موارد الظمآن ص \ ٥١٢ ، ٥١٣ ، الطبراني – المعجم الکبير ٢٤ \ ٢١٢ ، ٢١٥ ، ابونعيم – دلائل النبوة ١ \ ١٩٣ ، ١٩٦ .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

پوښتني

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ