مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله ﷺ په پنځه دېرش کلنۍ كي

رسول الله ﷺ په پنځه دېرش کلنۍ كي

رسول الله ﷺ په پنځه دېرش کلنۍ كي

لکه مخکي ،چي مو وويل دابراهيم(ع) وروسته دوه ځلي مکه جوړه سوې وه يو ځلي عمالقوو جوړه کړې وه اودوهم ځل درسول الله(ص) پنځم نيکه قصى بن کلاب جوړه کړې وه.

کله ،چي رسول الله(ص) پنځه دېرش کلن سو دمکې قريشو وغوښتل ،چي مکه بيا له سره جوړه کړي او دبياجوړولو لاملونه يې زيات وه ،چي ځيني يې په لاندي ډول وه:

لومړى داچي دمکې لوړوالى ډېر کم وو يعني ديوه قد په اندازه وه يا تردې  يو څه زياته وه .

دوهم داچي ابراهيم(ع) يو څاه دننه په مکه کي ددې لپاره جوړ کړى وو ،چي مکې ته هديه سوي مالونه پکښي خزانه سي ودغه خزانې ته دغلو لاس رسى کېده څو ځلي يې مالونه ځني غلا کړي وه قريشو وغوښتل ،چي دمکې په بيا جوړولو سره ددغه خزانې څخه دغلو مخه ونيسي په هر صورت دوى پرېکړه وکړه ،چي مکه دسره جوړه کړي خو په دې بېره کي وه ،چي هسي نه ،چي موږ مکه ونړوو پر موږ باندي دالله(ج) عذاب راسي نو ځکه يې بيا هم زياتي مشورې کولې په آخر کي دې نتيجې ته ورسېده ،چي مکه به نړوي کله ،چي دوى کار پيلاوى لومړى يې دمکې خزانه را وکښه او دابي طلحة عبدالله بن عبدالعزى په کور کي يې کښيښوده .([1])

کله ،چي قريش دمکې دجوړولو لپاره راټول سوه او دنړولو اراده يې وکړه ناڅاپه يو لوى مار دمکې په منځ کي  پيدا سو خوله يې وازه کړه ټول قريش ځني وبېرېدل ، ټول وارخطا سوه ،چي څه وکړي؟ په دوى کي وليد بن مغيرة ددې ناورين دحل لپاره يوه تګ لاره په ذهن کي جوړه کړه اوقريشو ته يې وويل : اې قريشو! ايا تاسو مکه داصلاح په موخه نړوئ؟ قريشو ورته وويل : هو ، وليد ورته وويل که تاسو دغه اراده لرئ نو مکه به په پاکو پيسو جوړوئ يعني دظلم ، سود ، غلا ، غصب او داسي نوري پيسې به نه وي ځکه دا دالله(ج) بيته ده تاسو به خپل پاک مالونه پکښي کاروئ ، قريشو ورسره ومنل پاک مالونه يې راجمعه کړل بيا راغلل دالله(ج) څخه يې وغوښتل ،چي دغه مار ايسته کړي . الله(ج) ددوى غوښتنه ومنل يو مرغه راغلى مار يې يو وړى دوى ،چي دا حال وليدئ پر دې باوري سوه ،چي الله(ج) ته زموږ عمل قبول دئ. بيا يې هم په زړه کي بېره وه پر نړولو يې دلاوري نه سواى کولاى ددې لپاره ،چي قريش دمکې پر نړولو دلاوره سي لومړى وليد بن مغيرة يوازي يوه آله را واخيسته او مکه يې لږ ونړول کله ،چي صبا سو وليد ته هيڅ  تاوان نه ورسېدئ نو دوى ټو لو دلاوري وکړه مکه يې ونړول او بيا يې دسره جوړه کړه البته دحجر الاسود په ايښودلو کي يې اختلاف پيدا سو ،چي وړاندي يې تر بريده بيان وسو.

[1]  : الماوردي – الاحکام السلطانية ص \ ١٨٠ ، تاريخ الکعبة المعظمة ص \ ٤٧ ، ٤٩ . البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٣ \ ٥١٦ ، ٧ \ ١٨٠ ) ، ابن هشام – السيرة ١ \ ١١٧ . ابن فهد – اتحاف الورى ١ \ ١٤٤ ، ١٤٥ ، المسعودي – مروج الذهب ٢ \ ٢٨٠ ، الازرقي ١ \ ١٦٠ ، ابن کثير : البداية والنهاية ٢ \ ٢٩٨ . البن الجوزي – المنتظم ٢ \ ٣٢٨ .

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ پنځه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ   Related