مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول الله(ص) مور بي بي آمنة

درسول الله(ص) مور بي بي آمنة

درسول الله(ص) مور بي بي آمنة

درسول  الله(ص) مور بي بي آمنة دوهب لور وه وهب دعبدمناف زوى دئ ، عبدمناف دزهرة زوى دئ ، زهرة دکلاب زوى دئ ، کلاب درسول الله(ص) پنځم نيکه دئ يا په بل عبارت درسول الله(ص) نيکه عبدالمطلب دهاشم زوى دئ او هاشم دعبدمناف زوى ، عبدمناف دقصى زوى دئ اوقصى دکلاب زوى دئ . په دې ترتيب درسول الله(ص) پنځم نيکه او دمور څلورم نيکه سره يو دي . دبي بي آمنې کورنۍ درسول الله(ص) دکورنۍ په څېر يوه درنه کورنۍ وه په خپل وخت کي يې په شاوخوا سيمو کي زيات درنښت درلودئ . دبي بي آمنې پلرګنۍ په مدينه منوره کي اوسېدل . کله ،چي درسول الله(ص) پلار عبدالله ځوان سو نو عبدالمطلب له ځان سره مدينې ته بوتى او په هغه ځاى کي يې دوهب لور وروغوښته او په همغه ځاى کي يې واده وکړ، دواده کولو وروسته عبدالله او آمنة دواړه مکې ته را ستانه سوه دڅو مياشتو په تېرېدو سره عبدالله وفات سو ددغه ورځو په اوږدو کي آمنې دعبدالله څخه حمل اخيستى وو يعني رسول الله(ص) يې په نس وو دعبدالله تر وفات وروسته رسول الله(ص) خپلي ګلوريني سترګي پر نړۍ وغړولې کله ،چي رسول الله(ص) شپږ کلن سو دڅښتن تعالى(ج) پرېکړه وه ،چي دمور دسوري څخه يې هم بې برخي کړ، لکه څرنګه ،چي يتيم هم پيدا سوى وو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه :

درسول الله(ص) دمور وفات

دغه هم وګوری

دسويق غزا

دسويق غزا نوموړې غزا دلوى اختر په مياشت کي دهجرت په دوهم کال رامنځته سوه.([1]) …