مخپاڼه / سیرت نبوی / درسول الله ﷺ دسينې څيرلو پېښه

درسول الله ﷺ دسينې څيرلو پېښه

درسول اللهﷺ دسينې څيرلو پېښه

 

يوه ورځ رسول الله (ص) دخپلو رضاعي وروڼو سره پسونه څرول ،چي دوه کسان راغلل سپين کالي يې اغوستي وه رسول الله (ص) يې تر لاس ونيوئ سينه يې ورڅيري کړه . دده رضاعي وروڼه په ځغاسته حليمې ته ورغلل او قصه يې ورته وکړه . حليمه وايي ،چي زه او زما خاوند په ډېره چابکۍ سره هغه ځاى ته راغلو محمد(ص) مو وليدئ په رنګ کي يې تغير راغلى وو زما خاوند ډېر ژر په غېږ کي ونيوئ او ورته وې ويل : زويه ! څه پېښه ده ؟ ده په جواب کي راته وويل : دوه سپين کالي خلګ راغلل زه يې تر لاس ونيولم نس يې راڅيري کړى زما څخه يې يو شي وايستى ليري يې وغورځاوه . حليمه وايي ،چي بيا ما محمد(ص) دځان سره راروان کړ . خاوند مي راته وويل : که ستا خوښه وي دغه ماشوم به بېرته ژر خپلي کورنۍ ته ورولو داسي نه ،چي دلته ضائع سي او يا هلاک سي ما ورسره خوښه کړه دستي مو راروان کړ، څو دخپلو قريبانو ولوري ته يې بوزو نو هغه وو  ،چي دمحمد(ص) وطن يعني مکې ته ورسېدو او دى مبارک موخپلي مورته مو وسپارى . مور يې راته وويل : ولي مو راوستئ تاسو خو دده په ساتلو کي حريصان واست ؟ موږ ورته وويل : ،چي پرده باندي وبېرېدو ،چي هلاک نسي بيا مو ده ته پېښه سوې  قصه ورته وکړه . مور يې راته وويل : تاسو دشيطان دضرر څخه بېريږى ،چي ده ته به تاوان ورسوي؟ يا، هيڅکله داسي نه ده په الله(ج) دي مي قسم وي ،چي شيطان به هيڅ ونه توانيږي ،چي ده ته تاوان ورسوي. په الله(ج) قسم کوم ،چي زما زوى داسي کيفيت لري. بيا يې وويل : زه دخپل زوى په اړه بله قصه  تاسو  ته بيان کړم ؟

موږ ورته وويل : هو ، بيان يې کړه ، درسول الله(ص) مور راته وويل : کله ،چي زما محمد(ص) په نس وو ما هيڅ ددرد او  تکليف احساس نه کاوه ، يوه ورځ مي خوب وليدئ ،چي زما څخه يو نور وواتى ،چي دشام ماڼۍ يې روښانه کړې ، کله چى محمد(ص) پيدا سو نو سر يې داسمان ولوري ته پورته کړ، پر دواړو لاسو يې تکيه وکړه لکه خبري ،چي کوي . دده دغه حالت ماته ډېر عجيب وو ، بيا يې وويل ماته خپل زوى راپرېږدئ.

ابن کثير وايي : دغه حديث دنورو طريقو څخه هم روايت سوى دئ او دغه حديث داهل سيرو په آند دمشهورو حديثونو څخه دئ .

دځينو په آند درسول الله(ص) دسينې څيرلو پېښه دده مبارک په کوچني والي کي رامنځته سوې ده ، په دغه حالت کي دى مبارک درې کلنۍ ته رسېدلى وو او په دغه وخت کي ده مبارک دحليمې(رض) سره ژوند کاوه.

همدا ډول درسول الله(ص) دشق الصدر يعني  دسينې څيرلو پېښه يو  ځل بل هم سوې ده ،چي دى مبارک لا دمعراج په سفر نه وو تللى . دده سينه څيري سوې وه ، زړه يې راو ايستل سو ، دزم ، زم په اوبو پرېولل سو ، دشيطان برخه ځني ليري سوه او زړه دعلم او حکمت څخه ډک سو.

ابن اسحاق روايت کوي ،چي يوه ورځ ځيني اصحابو درسول الله(ص) څخه دده داحوالو په اړه پوښتنه وکړه  چى رسول الله(ص) يې دوى مبارکانو ته بيان  کړي ، رسول الله(ص) وفرمايل : زه دابراهيم(ع) دعا او دعيسي(ع) دبشارت نتيجه يم.  زما مور په خوب ليدلي وه ،چي ددې څخه يو نور راووزي او په پايله کي يې دشام ماڼۍ معلومي سي، زه يوه ورځ دبني سعد په مځکه کي دپسو په منځ کي وم ،چي دوه تنه ،چي سپين کالي يې وه  راغلل يو طلائي تشت ورسره وو زه يې تر لاس و نيولم زما سينه يې راڅيري کړه زما زړه يې را وايستى ، پرې يې ولى بېرته يې سم کړئ ورپسې يوه ملګري هغه بل ته وويل : ته محمد(ص) دلسو تنو امتيانو سره  تول کړه! هغه بل ملګري زه دلسو تنو سره وتللم زه پر دروند سوم ، بيايې ورته وويل : دسلو تنو امتيانو سره يې تول کړه! بيا يې زه وتللم زه بيا دروند سوم ، بيا يې ورته وويل : دزرو تنو سره يې تول کړه! ، بيا يې زه دزرو تنو سره وتللم بيا هم  دروند سوم ، بيا هغه ملګري ورته وويل : که ته دى دټوله امت سره وتلې بيا به  هم  پر دروند سي. ابن کثيرددغه حديث سند قوي او جيد ښودلى دئ.

خلاصه داچي دسينې دڅېرلو پېښه رسول الله(ص) ته دوه ځله پېښه سوې ده يوځل په ماشتوب کي ،چي دى مبارک دحليمې سعديې(رض) سره اوسېدى او دوهم ځل د اسرا په شپه باندي پېښه سوې ده لکه دصحيحينو په حديث کي ،چي يې څرګندونه سوې ده.

دحضرت محمد(ص) نيکه عبدالمطلب درسول الله(ص) سره زيات محبت درلودئ خو لکه څرنګه ،چي موو ويل درسول الله(ص) په اته کلنۍ کي وفات سو او دى مبارک دابوطالب تر پالني لاندي وو ابوطالب ديولړ اقتصادي ستونز سره لاس او ګرېوان وو ځکه مالي توانايي يې کمه وه او اولادونه يې زيات وه نو ځکه يې رسول الله(ص) ته دپسو څرولو دنده ور دغاړي کړه او رسول الله(ص) دمکې پر دښتو باندي پسونه څرول .([۱])

[۱]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٤ \ ٥١٦ حديث ( ٢١٠٢) وانظر صحيح مسلم ( بشرح النووي ) ١ \ ٥ ، ٦ .

دغه هم وګوری

د سپېڅلي پيغمبر (ص) سپېڅلی ژوند۱۱۱

پوښتني

پوښتني رسول اللهﷺ دحرا غار ته دڅه لپاره تللى وو؟ درسول اللهﷺدسينې څيرلو پېښه څنګه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *