مخپاڼه / سیرت نبوی / دجهالت پاى او داسلام دسباوون ځلا

دجهالت پاى او داسلام دسباوون ځلا

دجهالت پاى او داسلام دسباوون ځلا

کله ،چي داسلام دسباوون ځلا خپرېدل په دغه حالت کي جهالت په پوره زور سره خپلي منګولي ښخي کړي وې خلګ يې په هر ډګر کي دناخوالو سره مخ کړي وه سره ددې  ،چي خپل ژوند يې دستونزو سره مخ د خپل ستر خالق څخه هم نافرمانه سوي وه الله(ج) په خپل قدرت سره پيدا کړي وه مګر دوى دمخلوق عبادت کاوه  حال داچي  الله(ج) دوى ديوه خاورين جسد يعني آدم(ع) څخه وزېږول ، آدم(ع) دالله(ج) هغه مخلوق وو ،چي دخارو څخه يې پيدا کړ، بيايې اولادونه دنطفې يعني ناپاکه اوذليله اوبو څخه وجود ته راوستل، الله( يې اولادونو ته دمځکي خلافت او واکمني ورکړه، دهستۍ اوشتو څښتنان يې وګرځول ، بدبختانه دغه کمزورى مخلوق يعني انسانانو پر خپل الله(ج) باندي لوړوالي لټول پيل کړ ، دهمدغه پالونکي ذات سره په واکمنۍ اوقلمرو کي جګړه پيل کړه او دهمدغه ذات نافرمانۍ په زړورتيا سره کول ، داډېره عجيبه خبره نه ده ،چي پرون ورځ هيڅ نه وو نن دخپل الله(ج) څخه منکر دئ؟! ايا داډېره عجيبه نه ده ،چي ديوچا په ځان کي دي دالله(ج) پر وجود باندي دلائل او براهين پراته وي خو دى دي الله(ج) دنعمتونو ناشکري کوي؟! رشتيا هغسي ده لکه الله(ج) ،چي فرمايي :

Ÿقُتِلَ الْإِنْسَانُ مَا أَكْفَرَهُ (17) مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ (18) مِنْ نُطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ (19) ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ (20) ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ (21) ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنْشَرَهُ (22) كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ (23)   ([1])

ژباړه :پر هغه (کافر)انسان باندي لعنت دئ ،چي دى څه شي کافر کړى دئ (يعني دکفر باعث يې څه شي دئ؟) ، دکوم شي څخه الله(ج) هغه انسان پيدا کړى دئ؟ دنطفې څخه يې پيداکړى دئ بيا يې (ددغه دانسان دبدن دهيئت)اندازه وکړل ، بيا حق لاره ورته ښودل ، بيا(الله(ج) دغه انسان) مړ کړ په قبر کي يې کښېښودئ ، بيا هرکله ،چي  دالله(ج) خوښه سي بېرته يې راژوندى کوي يې ، هيڅکله داسي نه ده (کافر انسان) هغه څه نه دي ترسره کړي ،چي امر ورته سوى دئ.

دهغه انسان څخه ډېر تعجب دئ ،چي دالله(ج) دوجود څخه منکر وي او حال داچي ددغه انسان په وجود کي هره ذره دالله(ج) پروجود باندي دلالت کوي.

هغه انسان ته تعجب دئ ،چي خپلي سترګي پټوي او دغه ځلانده لمر په سترګو نه ويني هغه کس ته تعجب دئ ،چي خپل غوږونو بندوي او دغه ښکلى اواز نه اوري.

په هر صورت  دا دالله(ج) ډېر لوى فضل دئ ،چي هر وخت يې بندګان په دغه بدبختيو اخته سوي وي الله(ج) خپل استازى ددوى دپوهاوي لپاره رالېږلى وي نه يوازي ،چي دعربي بيديا عرب په دغه بختۍ اخته سوي وه الله(ج) حضرت محمد(ص) په پيغمبرۍ ورته راولېږي بلکي حقيت دادئ ،چي هر وخت خلګو ته حق راغلى دئ  خو دڅه وخت په تېرېدو سره دخلګو په منځو کي دحق په اړه اختلاف زيات سوى دئ په پايله کي خلګ دفساد ، جهالت او ګمراهۍ لوري تللي دي بيا الله(ج) ددوى دښېرازۍ په موخه انبياءP رالېږلي دي څو دوى ته يعني دحق لاري ملو ته په جنت زېرى ورکړي او بدان په دوزخ سره وبېروي همدې خبري ته عباس(رض) اشاره کړې ده او فرمايي : دحضرت آدم(ع) او حضرت نوح(ع) تر منځ  نولس سوه (١٩٠٠) کلونه مده وه ددغه مدې په بهير کي خلګ پر حق روان وه خو دوخت په تېرېدو سره دخلګو ترمنځ اختلافونه پيدا سوه په پايله کي خلګ دګمراهۍ پرلوري ولاړه نو ځکه الله(ج) ددوى دخلاصون او لارښودني په موخه حضرت نوح(ع) په دوى کي پيغمبر ولېږه څو دوى دحق ولاري ته راوبولي .

الله( دانبياؤP دلېږدوني نهايي موخي اوپايلي څرګندي کړي دي او فرمايي :

رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (165) ([2])

ژباړه : (خلګو ته مي ) بېرونکي او زېري ورکونکي رسولان(ع) (لېږلي دي) تر څو خلګ پر الله( باندي درسولانو تر لېږد وروسته حجت ، دليل او بهانه پاته نه سي. او الله(ج) زيات غالب او دحکمت څښتن دئ.

څرنګه ،چي الله( رسولان(ع) دخپلو قومونو دنجات ، د ګمراهۍ او دجهالت دتيارکۍ څخه دخلاصون لپاره لېږدولي دي همدا وجه ده ،چي الله( فرمايي :

ô‰s)s9ur $uZù=y™ö‘r& 4†y›qãB !$oYÏF»tƒ$t«Î/ ïcr& ól̍÷zr& y7tBöqs% šÆÏB ÏM»yJè=—à9$# ’n<Î) ͑q–Y9$# NèdöÅe2sŒur ÄN9­ƒr’Î/ «!$# 4 žcÎ) ’Îû šÏ9ºsŒ ;M»tƒUy Èe@ä3Ïj9 9‘$¬7|¹ 9‘qä3x© ÇÎÈ  ([3])

ژباړه : بېشکه موږ موسى(ع) دخپلو نښو سره لېږلى و  ،څو خپل قوم دتياريکيو څخه دروښنايۍ لوري ته را وباسي او دوى ته دالله( په ورځو سره پند ورکړي ، بېشکه په دې کي هر صابر او شکر کښونکي ته دلائل دي.

مخکي تردې ،چي دحضرت محمدY پر رسالت باندي وږغيږو لومړى بايد درسالت پر پېژندني او اړتيا باندي تر يوه بريده خبري وکړو:

[1] : سورة عبس الايات ١٧ الي ٢٣

[2]  : سورة النسآء الاية ١٦٥

[3]  : سورة ابراهيم الاية ٥

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې برخه:

دانبيآؤ(ع) لېږد ته اړتيا

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related