مخپاڼه / سیرت نبوی / رسول الله ﷺ مدينې ته ورسېدئ
سیرت

رسول الله ﷺ مدينې ته ورسېدئ

رسول الله ﷺ مدينې ته ورسېدئ

  درسول الله(ص) دراتګ اوازه لا دوړاندي مديني والو مسلمانانو ته رسېدلې وه نو ځکه به هره ورځ دمدينې دباندي راوتل او درسول الله(ص) دراتګ لاره به يې څارل کله ،چي به ګرمي سخته سوه بېرته به کورو ته تلل يوه ورځ ،چي دوى ډېر انتظار کړئ وو بېرته کورته تللي وه رسول الله(ص) مدينې ته رانژدې سو يوه يهودي وليدل ،چي دوه نفره سواره را روان دي سپيني جامې يې اغوستي دي دى پوه سو ،چي همدغه محمد(ص) دئ نو په ډېر لوړ اواز يې وويل : خبر اوسئ ! هغه څوک راغلى ،چي تاسو يې انتظار کاوه ددې ږغ په اورېدو سره ټول مسلمانان په يو وار دکورونو څخه را ووتل او په چابکۍ سره درسول الله(ص) حضورته ورغلل او دپتنګانو په څېر پر راچاپېره سوه ددې مېړنيو مسلمانانو په  راتګ سره پر رسول الله(ص) باندي دارامۍ اوسکون فضا خوره سوه رسول الله(ص) په قباء نومى ځاى کي پنځه شپې تېرې کړې بيا مدينې ته راغلى مدينه والو درسول الله(ص) په راتګ سره زياته خوشالي کول آن تردې ،چي نارينوو اوښځو پر بامونو او په کوڅو کي به ماشومانو دالله اکبر نارې کولې او ويل به يې :

يا محمد(ص) يارسول الله يا محمد(ص)

ددغه صحنې يو عيني شاهد حضرت براء بن عازب(رض) فرمايي: ما تر اوسه مدينه وال دومره خوشاله نه وه ليدلي لکه درسول الله(ص) په راتګ سره ،چي خوشاله وه هريوه به هڅه کول ،چي رسول الله(ص) دده سره کورته ولاړ سي خو رسول الله(ص) وفرمايل : ،چي زما اوښه پر کوم ځاى چوکه سي په هغه ځاى کي زه اوسېدل غواړم ځکه دغه اوښه دالله(ج) دلوري څخه ماموره ده لنډه داچي رسول الله(ص) دابو ايوب انصاري(رض) په کور کي واوسېدئ او ددغه مهال څخه مدني ژوند پيل سو . ([1])

[1]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ) ٧ \ ٢٥٠ ، ٢٥١ ، مسلم – الصحيح ٤ \ ٢٣١١ ، اما الروايات التي تفيد استقبالهr بنشيد (( طلع البدر علينا من ثنيات الوداع …… )) فلم ترد بها رواية صحيحة . انظر عن ذالک ابن حجر – فتح الباري ٧ \ ٢٦٢ ، ابن القيم – زاد المعاد ٣ \ ٥٥١ ، الزرقاني – شرح المواهب اللدنية ١ \ ٣٥٩ . ابن هشام – السيرة ١ \ ٤٩٤ .

راتلونکې برخه:

مدني ژوند په مديني ژوند کي دودي اوسمون په هيله پرېکړي

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ  

2 تبصیری

  1. cheap generic viagra 100mg [url=https://viagenupi.com/#]cheap viagra online canadian pharmacy[/url] viagra for men cheap viagra online canadian pharmacy viagra free trial 3 free pills https://viagenupi.com/

  2. certainly band [url=http://viacheapusa.com/#]cheap viagra pills for men[/url] lot world roughly designer viagra for
    sale in usa please benefit cheap viagra pills for men ago thanks http://viacheapusa.com/