مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها) اوله برخه
تعلیم القرآن راډيو
ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها)

ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها) اوله برخه

تعلیم القرآن راډيو

ام المؤمنين حضرت عايشه(رضی الله عنها) اوله برخه

ليکوال: حاجي علي احمد عادل

د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم)هري يوې بي بي ځانګړي صفتونه لرل چي همدلته د عايشي (رضی الله عنها) لنډه پېژندنه کوو:ام فلان اصلي نوم يې عايشه (رضی الله عنها) ؤ، (صديقه) يې لقب ؤ، (ام المؤمنين) يې خطاب ؤ، دا چي عايشې(رضی الله عنها ) د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) مخکي هم له چا سره نکاح نه وه کړې، او نه يې د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه اولاد درلودى، خو په عربو کي کنيت د عزت نښه وه نو د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ښوونه د هغې د خور (اسما بنت ابى بکر (رضی الله عنها) د زوى عبدالله ابن زبير(رضی الله عنه)په کنيت سره ونومول سول نو يې کنيت (ام عبدالله) ؤ، او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ورته په بنت صديق ويل، يعني د صديق (رضی الله عنه) لور عايشه (رضی الله عنها) قريشي وه او د اسلام د لمړي خليفه هغه  چي په سړيو کي يې اول ايمان راوړيدى او د معراج رښتنتوب يا (تصديق )ئي تر هر چا مخته منلى، د ابوبکر صديق (رضی الله عنه) لور وه عايشه (رضی الله عنها) د نبوت د څلورم کال په آخيره کي ږيږيدلي ده، د شپږوکالو په عمر د فخرالموجودات نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د نکاح وياړ ورپه نصيب سوى دى چي همدغه د نکاح وخت د نبوت لسم کال ؤ،د حديثونو په کتابونوکي راځي چي نبي کريم(صلی الله علیه وسلم)خوبوليدي چي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) خوب د سترګو ليدلى روښانه حال په ډول ؤ، ځکه چي زړه يې نه ويده کيدئ، چي ملائکو د وريښمو په ټوټه کي څه نغښتي دي او نبي کريم ص(صلی الله علیه وسلم)ته يې ورکوي، د ملائکو څخه يې پوښتنه وکړه چي دا څه دي؟ هغوى جواب ورکړ چي دا ستا ميرمن ده د الله (جل جلاله) پيغمبر چي کله دسمال خلاص کړ نو عايشه (رضی الله عنها) يې نغښتي پکښي په خوب وليده (بخاري مناقب عايشه (رضی الله عنها)) نو ځکه د عايشي  (رضی الله عنها) مور ام رومان(رضی الله عنها) ته ئي د عايشي  (رضی الله عنها)  تر نکاح مخکي ويل چي عايشه (رضی الله عنها)زما لپاره لا هم مه خفه کوه.د عايشي (رضی الله عنها) د نکاح څخه درې کاله تير سوي وه چي نبي کريم ص د مديني منورې پر لوري د عايشي ض د پلار ابوبکر (رضی الله عنه) سره هجرت وکړ چي دا وخت د نبوت ديارلسم کال ؤ، او د عايشي (رضی الله عنها) عمر نهه کاله ؤ، او ورپسي عايشي (رضی الله عنها) د خپل ورور عبدالله بن ابى بکر (رضی الله عنه) په واسطه د خپلي کورنۍ سره يو ځاى مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو د هجرت اول کال ؤ، د نبوت ديارلسم کال ؤ، د عايشي (رضی الله عنها) عمر نهه کاله ؤ، د کوچني اختر مياشت وه، چي په مدينه منوره کي عايشه (رضی الله عنها) د خپل د پلار له کوره څخه د ستر جناب نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) نبوي کورنۍ ته را ستنه سول چي د واده مراسم د شيدو په څښلو په ساده ډول تر سره سول.عايشي (رضی الله عنها) ډير ښه ذهن او ښه اخلاق درلوده نو همدا سبب ؤ، چي د هغې عمر تر نهو کاله کم ؤ، او ماشومه وه بيا هم چي کوم آيت به د عايشي (رضی الله عنها) تر غوږ سوى ؤ، هغه به يې ياد ؤ، لکه: (بل الساعة موعد هم والساعته اوهى وامر) چي عايشه (رضی الله عنها)وايي چي زه وړه وم دا مبارک آيت په مکه معظمه کي نازل سو او همدا ډول (بخاري) په باب الهجرة حواله چي يوه صحابي هم د هجرت حال له دې بي بي څخه زيات نه دى ياد کړى دا چي د عايشي (رضی الله عنها) عمر لږ ؤ، او نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) ورسره نکاح وکړه په دې کښي دا حکمت نغـښتى دى چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) خو د الله (جل جلاله) استازئ او را استول سوى نبي او رسول ؤ تر څو خلګو ته الهي قانون او الهي لارښووني په قولي او عملي ډول سره ورسوي.بل طرف ته عامو ښځو ته د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د کښينستلو ډير فرصت نه ؤ، چي تر څو نبوي لارښووني په زياته اندازه ورځني تر لاسه کړي او د هغو چي د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د نکاح نيکبختي حاصله سوه د هغو په جمله کي عايشه (رضی الله عنها) وه چي د خپل نوي عمر او ښه ذهن او د پلار د ښه علمي روزني د صفتونو په لرلو اود کونډتوب ياطلاق په نه ليدلوسره ئي بيله ځانګړتيالرله نوځکه ئي همداسبب سوچي د نبوت له رڼا څخه تر هري يوې ښځي ښه  زياته ګټه واخيسته او د نورو مسائلو تر څنګ يې د ښځو مسائل د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره د ګډ ژوند په دوران کي تر هر چا ښه زده کول او د مسئلي د ښه فهمولو لپاره به يې د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) څخه نوري پوښتني هم کولي او ښځو به د حيا له مخي په ښځو پوري تړلي مسائل د عايشي (رضی الله عنها)په واسطه پوښتل او زده کول  عايشي (رضی الله عنها) د پلار څخه شعر او علم الاسباب زده کړ او د دې تر څنګ يې د هغو طبيبانو څخه د طب د علم زده کړه هم کړيده کوم چي طبيبان د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) د ناروغۍ پر مهال   د شاوخوا علاقو څخه ورته راتله او د نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) لپاره به يې دوا ورجوړول د بي بي عايشي (رضی الله عنها)حجره د نبوي مسجد و چپه اړخ ته د لمرخاته وخواته کوم خواته چي د بقيع هديره (جنته البقيع) هم واقع وه په نبوي مسجد پوري تړلي حجره وه چي يوه دروازه يې د مسجد لمر لويدو خواته په نبوي مسجد کي هم خلاصيدل او د بي بي عايشي (رضی الله عنها) د ټول کور سامان يو کټ، يو چټائي فرش، يوه بستره، يو بالښت چي دخورماپه بلګو ډک ؤ، دوه لوښي د اوبو کوټولى او يوه پياله وه، عايشه (رضی الله عنها) وايي چي داسي کله هم نه دي سوي چي نبوي کورنۍ دى پرله پسي درې ورځي په ډک نس  (کفايت کوونکي) ډوډۍ خوړلي وي، اوپه وچه خُرما او اوبو به مو ګذاره کول او کله چي نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وفات کيدئ هغه مبارک د عايشي (رضی الله عنها) په حجره کي ؤ، چيري چي د يوې ورځي د ګذارې سامان هم نه ؤ سره له دې چي ډيري سيمي فتحه سوي وې او مسلمانانو ته غنيمتونه رسيدل.عايشي (رضی الله عنها) د خپل خاوند نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) سره دومره زياته مينه درلودل چي پر نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) باندي عاشقه وه چي يوه يوه شپه يې سترګي وغړولي نو نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) يې په سترګو نسو، نيمه شپه وه يوې خوا او بلي خواته يې کتل خو بيا يې هم نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) نه وليد آخير په همدغه لټون لټون کي تر هديرې پوري راورسيدل چي هلته يې د اُمت غمخور نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) وليد چي په دعا او ستغفار بوخت دى نو دا مبارکه بيرته خپلي حجرې ته راستنه سوه د زړه اطمينان ئي وسو…نور بیا

 

 

 

 

 

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …