مخپاڼه / سیرت نبوی / هغه چاچي لومړى اسلام قبول کړ

هغه چاچي لومړى اسلام قبول کړ

هغه چاچي لومړى اسلام قبول کړ

درسول الله(ص) ددعوت سره سم په ښځو کي لومړۍ خديجة (رض) وه ،چي داسلام په دين مشرفه سوه او ددې لاري يې وکولاى سواى ،چي يوه ډېره لويه مرتبه ځانته خپله کړي لکه ،چي دقرآن اواحاديثو څخه په څرګند ډول معلوميږي .([1])

په نبوي کورنۍ کي په ماشومانو کي لومړى تن حضرت علي(رض) وو ،چي په اسلام مشرف سو البته پر دغه مهال باندي حضرت علي(رض) لس کلن وو .([2])

دنبوي کورنۍ دباندي په نارينوو کي لومړى تن ابوبکر(رض) وو ،چي په اسلام مشرف سو او دده په لاس عثمان بن عفان ، زبير بن عوام ، عبدالرحمن بن عوف ، سعدبن ابي وقاص ، طلحة بن عبدالله (رض)مسلمانان سوه .([3])

همدا ډول نور هم داسي کسان سته ،چي دلومړيو مسلمانانو په لړليک کي راځي لکه خباب بن الارت(رض) ، بلال حبشي(رض) ،عمار بن ياسر(رض) اوداسي نور .([4])

پاته دي نه وي ،چي کوم کسان به داسلام په مبارک دين مشرف کېدل خپل اسلام به يې پټ ساته ځکه که دکافرانو څخه به څوک باندي پوه سوي واى سخت تکليفونه به يې ورکول دبيلګي په ډول دځينو اصحابانوD پيښي په لاندي ډول رانقلوو :

[1]  : وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ (10) أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ (11)   سورة واقعة الايتان (١٠ ، ١١ ).

[2]  : الترمذي – الجامع ٥ \ ٦٤٢ ، ابن هشام – السيرة ١ \ ١٥٣ .

[3]  : ابن هشام – السيرة ١ \ ١٥٥ ، البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٤ \ ٤٧٥ ) ، ابن کثير  – السيرة ١ \ ٤٣٤ .

[4]  : البخاري – الصحيح ( فتح الباري ٧ \ ٧٩ ) ، احمد فضائل الصحابة ١ \ ١٨٢ ، ١٨٣ ابن سعد  – الطبقات ٤ \ ٢١٥ .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکي برخه:

حضرت خباب بن الارت (رض) داسلام په ليكو كي

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ آته څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ