دمسلمان درنښت او ساتنه دلوی رب په وړاندي ستره دنیا ده!
لومړی درس:
رسول الله ص فرمايي: مسلمان دمسلمان ورور دئ، دپرمختګ مخه به یې نه نیسي، سپکوالی به یې نه کوي. رسول الله ص خپلي سینې مبارکي ته درې ځلي اشاره وکړه چي موخه یې زړه وو یعني داچي تقوا او نه تقوا په زړه اړه لري او زړه دخلکو پټ دئ هیچا ته دچا حقیقي حال نه معلومیږي ځکه به نو دمسلمان سپکاوی نه کوي، دیوه کس لپاره دومره شر بس دئ چي دخپل ورور مسلمان سپکاوی وکړي ، پر هر مسلمان باندي دبل مسلمان وژل، مال او سامان اخستل حرام دي.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله په لاندي ډول ده:
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – ” «الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ، وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يَحْقِرُهُ، التَّقْوَى هَهُنَا “. وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ” بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ» “. رَوَاهُ مُسْلِمٌ.
مرقاة المفاتيح:۷\۳۱۰۵.
مفتي عبدالهادي حماد.
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان