شلم درس!
دچا په نه جواب مه خوابدی کېږه!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
که چا درې ځلي اجازه وغوښتنه جواب نه ورکول سو بېرته دي ولاړ سي.
یعني داچي که دچا درې ځلي دروازه ور وټکوي ، یا ږغ ور وکړي او یا هم تلیفون ور وکړي هغه جواب در نه کړي نو وګرځه نور یې مه په تکلیفوه، کېدای سي ضرورت لري ، یا هم ناروغ وي او یا هم کومه بله وجه وي.
په تاسف باید ووایم زموږ په ټولنه کي لومړی خلک دچا وخت نه لحاظوي او دوهم خوابدی هم سي.
دحدیث الفاظ او حواله:
عَنْ أبي مُوسَى – رضي الله عنه – قَاْلَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وسلم -: «إِذَا اسْتَأْذَنَ أَحَدُكُمْ ثَلَاثًا، فَلَمْ يُؤْذَنْ لَهُ، فَلْيَرْجِعْ». [رواه البخاري]

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان