د حج او عمره کونکو اجر او ثواب (الحدیث)
ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (حاجیان او عمره کوونکي د الله تعالی مېلمانه دي، که چېري له الله تعالی څخه څه وغواړي هغه به ورکړي، او که چېري د ګناهونو بخښنه وغواړي، بخښنه به ورته وکړي) نسائي.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان