۲۱ درس:
د هر چا سره احسان نبوي اخلاق دي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: باور وکړئ! الله جل جلاله په هر شي کي پر تاسو باندي احسان کول لازم بللي دي تر داسي بریده چي کله دجهاد په ډکر کي کوم کافر وژنئ لا به یې هم په ښه طریقه وژنئ (تعذیب به نه ورکوئ لکه دبدن غړي پرېکول، سوځول…) او آن چي کوم حیوان ذبح کوئ لا به یې هم په ښه طریقه ذبح کوئ، ستاسو (کوم څوک چي حیوان ذبح کوي) نو خپله چاړه دي ښه تېره کړئ تر څو حیوان په اسانۍ سره ذبح سي.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عن شدّاد بن أوس – رضي الله عنه – عَنِ النَّبِيِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ: «إِنَّ اللَهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ». [رواه مسلم]

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان