ليکنه: ډاکټر مطیع الله عاطف
قرآني اصل او قرآني اطمنان
باید تاته سکون او اطمنان درکړي..
نن چې د هرڅومره ستونزو سره مخ یې
نن که بېوزله او فقیر یې
نن که پرېشانه او ناروغ یې
نن که مظلوم یا اسیر یې
نن که واده یا اولاد نه لرې
نو پوره هڅه وکړه چې حرامو ته لاس مه اوږدوه
او د ستونزو دحل دپاره ناروا لاري مه لټوه .. انتظار وکړه
خامخا به دي پورته ټول مشکلات حل شي او الله تعالی په دي پوره مرسته وکړي
الله تعالی فرمايي:{وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ} [الأعراف: 128].
( بریالیتوب او ښه راتلونکی د پرهېزګارانو دپاره دی).
او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه امت ته خطاب کوي:
{لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى} [طه: 132].
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان