لس شیان زړونه وژني!
له یوه عالم نه پوښتنه وشوه: دعاوې کوو خو نه قبلیږي؟ هغه ورته وویل: زړونه مړه دي، بیا پوښتنه وشوه: څه شی زړه وژني؟ ده ورته وویل: دا لس شیان:
1) الله مو پيژندلي خو د هغه حق مو نه دی ادا کړئ.
2) د الله کتاب مو لوستلي خو عمل نه پرې کوئ.
3) د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میني دعوه کوئ خو په سنتو یې عمل نه کوئ.
4) د شیطان د دښمني دعوه کوئ خو په کړنو کې ورسره موافق یئ.
5) وایئ له جنت سره مینه لرو خو د جنت له پاره ښه عمل نه کوئ.
6) وایئ له جهنم نه ویرېږو خو هغه کارونه کوئ چې هغه سړی جهنم ته رسوي .
7) تاسو نارې وهئ چې مرګ حق دی خو مرګ ته تیاري نه کوئ.
8) د خپلو وروڼو په عیبونه اخته یئ خپل عیبونه مو هېر کړي دي.
9) د الله نعمتونه خورئ خو د هغو حق نه ادا کوئ.
10) خپل مړي خښوئ خو عبرت نه اخلئ.
په څو کرښو کې لوی مفاهيم
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان