
په څو کرښو کې لوی مفاهيم(۱۰)
لېکنه: حامد افغان
اسلامي سیکولرزم!
دوی اسلام ځکه په جومات کې ایساروي چې له جومات نه د باندي ګمراهیو او بیلاریو ته یې څوک ګوته ونه نیسي، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت په جومات پوري تړلی وی نو هجرت جهاد او ګڼ شمیر ازمویښتونو ته به یې څه اړتیا وه.
نن سبا د اسلامي دعوت ځیني دعوه لرونکي د اسلامي سیاست مکمل مخالفت کوي، که د دوی کار ته په دقت سره ځیر شو دوی په بله بڼه سیکولرزم ته کار کوي او یا خو لکه ځیني خلکو چې کوښښ کاوه ډيموکراسي مسلمانه کړي او د اسلامي ډيموکراسي شعارونه یې ورکول موجوده دعوتګران کوښښ کوي سیکولرزم مسلمان کړي! او شاید په اسلامي سیکولرزم اصطلاح هم سوچونه کوي.
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان