
په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۱۱)
لیبرلزم
لېکنه: حامد افغان
لیبرلزم د انساني شهوتونو ساتنه کوي آن که په دې لاره کې ‘عقل’ سر وخوري هم ودې خوري، اسلام د عقل ساتنه کوي که په دې لاره کې “شهوتونه” قربانېدل هم پروا نه لري، نو د عقل کمال د انسان له پاره ده او د شهوتونو کمال د حیوان له پاره.
دا د انسان حق او حقوق د ښځو حق او حقوق او داسي نور د حق او حقوقو غربي شعارونه اکثره د شهوانیت لورته شیطاني بلني دي چي په ښایسته الفاظو او ظاهري معقولو اصطلاحاتو پوښل سوي دي او غواړي په دې سره عامه ذهنیتونه ګمراه او بیلاري کړي.
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان