په څو کرښو کې لوی مفاهیم(۱۵)
لیکنه: حامد افغان
له مرګ وروسته:
څوک چې ستا په مرسته ګذاره کوي،
څوک چې تا لمانځه ته پورته کول،
څوک دي تل په ورین تندي او موسکا استقبال کړې وي،
چا ته چې هر وخت ښې مشورې ورکوې،
څوک دي علم او پوهې ترلاسه کولو ته تیار کړې دي،
د چا فکر دي روڼ کړی ده،
چا ته دي د ژوند سمه لاره ښوولې ده.
دا ټول به دې له مرګ وروسته یادوي او دعا به درته کوي، په ژوند کې خامخا ښه اغیز پرېږده.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان