(۱۰) درس:
چي دچا سره دي مینه وي دقیامت په ورځ به له هغو سره یې!
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عن عَبْد اللَّهِ بْن مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال : ” جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، كَيْفَ تَقُولُ فِي رَجُلٍ أَحَبَّ قَوْمًا وَلَمْ يَلْحَقْ بِهِمْ ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (المَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ) ” روى البخاري (6169) ، ومسلم (2640)
تشریح: یعني که غواړی عزتمن سې نو دعزتمنو خلکو سره اوسه، که دسپکو خلکو سره اوسېدې حتما به فاسق ښکارې که څه هم په حقیقت کي فاسق نه یې او که دښو خلکو سره وې نو ښه خلک خو به دقیامت په ورځ دتکلیفونو خلاص او جنت ته تلونکي وي ته به هم ددوی سره یو ځای یې.
کوشش وکړه دبدعملو، سپکو او عقیده خرابو خلکو انډیوالي پرېږده، صرف ددعوت په اندازه ورسره رابطه ساته.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان