د عکس جوړونکي سزا
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دالله جل جلاله په نزد تر ټولو سخته سزا دهغه کس ده چي تصوير جوړونکى وي.([1])
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چي تصويرونه جوړوي نو دقيامت په ورځ به هر عکس ته چي ده په دنيا کي جوړ کړي دي نفس ورکړل سي او دى به دوزخ ته ورغورځوي.
تردې وروسته ابن عباس رضی الله عنه فرمايي: که دي زړه غواړي چي عکس جوړ کړي نو درختي رسم کړه يا داسي نور شيان رسم کړه چي روح نه لري
[1] : بخاري ومسلم.
راتلونکي برخه:
دطلايي لوښو داستعمالونکو سزا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخذ: د دوزخ او دوزخیانو حالات
مؤلف : مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان