مخپاڼه / بیلا بیل / د هرات ځیني مشهور او غیر مشهور زیارتونه!

د هرات ځیني مشهور او غیر مشهور زیارتونه!

۱: د هرات تاریخي ښار خورا زيات تاريخي زيارتونه لري چي ځيني يې د عامو خلکو په خولو کي مشهور دي لکه خواجه عبدالله انصاري رحمه الله، عبدالرحمن جامي رحمه الله، فخرالدین رازي رحمه الله او داسي نور…
۲: #پههرات کي ځيني علماء دفن دي چي د علم او رتبې په لحاظ مشهور دي خو زيارتونه يې مشهور نه دي لکه خواجه ابو عبدالله الطاقي رحمه الله او ځیني نور…

۳: #خواجهابو عبدالله طاقي رحمه الله يو له نوموتو علماوو څخه دئ چي زيارت يې ډېر په خلکو کي مشهور نه دی.
نوموړی عالم اصلا د سيستان دئ ژوند يې په هرات کي تېر کړی دی د شریعت او طريقت د علومو لوړي درجې ته رسېدلی وو په ۴۱۶ ه سنه کي وفات سوی دئ يعني ۱۰۲۵ کاله مخکي او په درب خوش کي خاورو ته سپارل سوی دئ ، په کومه سيمه کي چي نوموړی عالم دفن دی اوس د جاده تاکي (طاقي) په نوم ياديږي.
۴: #پهلومړيو کي دده مبارک د قبر شاوخوا ته ودانۍ وه خو دچنګيز په وخت کي له منځه تللې ده بيا د امير تیمور زوی شاه رخ دده پر قبر ودانی جوړه کړې ده وروسته بيا سلطان حسين بايقرا دده د قبر څنګ ته بله ودانۍ جوړه کړې ده اوس يې دقبر څنګ ته ښه ښايسته مسجد جامع جوړه سوې ده.

۵: #دنوموړي عالم اصلي ټاټوبی سيستان وو ، سيستان په عربي ژبه کي په سجستان ياديږي يعني دساس مځکه نوموړې سيمه دايران دشرق او افغانستان د جنوب له منطقې جوړه ده ، چي درې زره کاله قبل الميلاد ژوند پکښي پيل سوی دئ مختلف حکومتونه ورباندي راغلي دي خو درې پيړۍ قبل الميلاد اسکندر مقدوني ورباندي واکمن سو چي بيا يې د “إسكندرية اراشوسيا” ښار تاسیس وکړ چي اوسنی قندهار دئ.

پهدرنښتستاسو_ورور:

مولوي عبدالهادي حماد ۶ ذوالحجې ۱۴۴۱ ه ق

https://www.instagram.com/p/CDLGTRPpyNX/?igshid=s2tu9q6qynqv

د مطالعې لپاره د مفتي صاحب غوره ژباړل سوی کتاب دلته ولولی:

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …