څو ملعون (د الله له رحمته ليري) کسان
عَوْنُ بْنُ أَبِي جُحَيْفَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ لَعَنَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ وَآكِلَ الرِّبَا وَمُوكِلَهُ وَنَهَى عَنْ ثَمَنِ الْكَلْبِ وَكَسْبِ الْبَغِيِّ وَلَعَنَ الْمُصَوِّرِينَ.
ترجمه: حضرت عون بن ابي جحيفه (رض) د خپل پلار څخه روايت کوي، چي نبي کريم (ص) پر خال وهونکي او ور وهونکي ښځي باندي او پر سود اخيستونکي او ورکوونکي باندي لعنت کړی دئ. او د سپي د پيسو پر اخيستونکو او د رنډۍ (زناکاري ښځي) څخه د ګټي ممانعت فرمايلی دئ، او پر تصوير (عکس) اخيستونکي باندي يې لعنت کړی دئ.
رواه البخاري

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان