د قرانکریم د حافظ درجه (الحدیث)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چي (د قیامت په ورځ به) د قران حافظ ته وویل سي چي قران لوله او ته (د جنت لوړو درجو ته) پورته کيږه، او قران په ترتیل (ورو ورو) سره وايه لکه څه ډول چي دي په دنیا کي په ترتیل (کراره کراره) تلاوت کاوه ځکه ستا مقام د هغه آخري ایت سره دی کوم چي ته يې لولې. رواه احمد و ابوداود

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان