همتونه لوړ کړئ

د کال (440هـ) کیسه ده یوه ورځ دوه لوی عالمان: مشهور ظاهري فقیه ابن حزم الاندلسي او مشهور مالکي فقیه ابو الولید الباجي رحمهما الله تعالی؛ سره یو ځای شول، د دوی دواړو تر منځ مناظره پیل شوه، کله چې مناظره پای ته ورسیدله ابو الولید الباجي ابن حزم ته وویل: زما معذرت ومنه، زما مطالعه به اکثره وخت د پیردارانو څراغونو ته وه.
ابو الوليد الباجي رحمه الله فقیر و، هیڅ یې نه لرل، آن په کور کې د ډېوې د تېلو وس یې هم نه لاره، نو د پیردارانو څراغونو ته به یې مطالعه کوله، د ښپې له مخي به د پیردارانو څراغونه په لاسونو کې وو د ښار ساتنه به یې کوله، ابو الولید الباجي رحمه الله به په هغوی پسي ترشا روان و، کتاب به یې په لاس کې نیولی و او مطالعه کاوه به یې!، نو ځکه یې ابن حزم ته عذر وویلې. الهمة طریق الي القمة.
په څو کرښو کې لوی مفاهیم
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان