دمجلس خبري امانت دي ( هیچا ته به یې نه رسوي ، په امانت کي خیانت منافقت دئ) پرته له درو مجلسو څخه چي هغه به نه پوټوي:
دریم درس:
۱:چي په مجلس کي دناحقه قتل تصمیم نیول کیږي.
۲: چي دیوې مسلماني سره زنا کیږي.
۳:چي دچا مال په ناحقه اخستل کیږي.
ددغه درو مجلسو پرته به دمجلس هیڅ خبره به بل ځای نه وړې که څه هغوي نه وي درته ویلي چي دا خبري بل ځای مه کوه.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حوالې:
وَعَنْ جَابِرٍ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” «الْمَجَالِسُ بِالْأَمَانَةِ إِلَّا ثَلَاثَةُ مَجَالِسَ: سَفْكُ دَمٍ حَرَامٍ، أَوْ فَرْجٌ حَرَامٌ، أَوِ اقْتِطَاعُ مَالٍ بِغَيْرِ حَقٍّ» “. رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ.
مرقاة المفاتيح:۸\۳۱۶۶
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان