۱۲ درس:
په سلام ویلو خپل منځۍ مينه زیاتیږي.
رسول الله ص فرمايي:
دایمان پرته به هیڅکله جنت ته ولاړ نه سئ او ایمان به هیڅکله کامل نه سي چي خپل منځۍ مینه ونه کړئ،(مبارک علیه السلام زیاتوي:) ایا داسي شی درته ونه ښیم چي خپل منځۍ مینه زیاتوي؟ که یې عملي کړئ خپل منځۍ مینه به مو زیاته سي؟ (هغه شی دادئ): تاسو به منځ کي سلام سره وایاست.
دپورتني حدیث مبارک الفاظ او حواله:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ – رضي الله عنه – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ: – صلى الله عليه وسلم – «لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلاَ تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلاَ أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا السَّلاَمَ بَيْنَكُمْ». [مسلم]
یادونه: سلام ویل یوازي تر شناخته پوري محدود نه دئ بلکي هر کله چي دي کوم مسلمان ولیدئ سلام ورته وایه.

تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان