لطفا لاندي څو ټکي په نظر ونیسئ بیا به د قران ، احادیثو او نورو درسونو په یاد او مطالعه کي بریالي یاست:
۱: تر ټولو وړاندي کلک عزم وکړئ چي زه به دغه درس خامخا یادوم تر څو د دماغ عمق دا خبره تسلیم کړي او په دې کي غټ اثر دئ.
۲: دیاد لپاره مناسب وخت انتخاب کړئ چي هغه دشپې اخره حصه او یا هم د ورځي لومړۍ برخه ده.
۳: لومړي ددرس عمومي شکل په ذهن کي انځور کړئ بیا یې ټوټې کړئ او هره ټوټه یاد کړئ بیا یې دغه ټوټې سره ګډي کړئ.
۴: زیات تکرار وکړئ.
۵: دډېر درس دیاد کوشش مه کوئ چي دیاد قوه مو خرابوي بلکي دومره چي دماغ ښه ورباندي غښتلی وي.
۶: ددرسونو په یاد کي تقوا او مناسبه غذا رغنده رول لري.
۷: دیاد لپاره چي مو کومه طریقه او یا هم کوم چیفټر یا کتاب وټاکی هغه بیا مه بدلوئ.
۸: لاندي دعاء هم دحافظې دقوي کېدو لپاره زیاته تجربه سوې ده.
رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي.
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان