مخپاڼه / بیلا بیل / مهربانه خدایه !

مهربانه خدایه !

مهربانه  خدایه !

کله چې فرعون وویل : انا ربکم الاعلي یعني زه ستاسو لوی څښتن یم ، په مقابل کې یې خدای جل جلاله څنګه غبرګون وښود ؟

موسي او هارون علیهم السلام ته یې وویل :

تاسو دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرکشې پیل کړي ده ، تاسو دواړه هغه ته نرمه خبره  وکړئ کیدای شې پند واخلي او وویریږې ،

(إ ذهبا إلي فر عون إنه طغي , فقولا له قولا لينا لعله يتذكر او يخشي)

یو ه صالح عالم ددي ایت په اوریدلو سره وویل : لویه څښتنه ! ټولي ستایني تالره دي ، کله چې ته په فرعون دومره مهربانه یې هغه چې ویل یې : زه ستاسو لوی څښتن یم ، نوپه هغه چابه ستا مهرباني څومره وې چې وایې :

( سبحان ربي الاعلي ) یعني زما لوی څښتن پاک دی
او ته په هغه فرعون دومره مهربانه یې چې ویل به یې : (ماعلمت لکم من اله )غیري ، یعني ستاسو له پاره له ما پرته بل خدای زه نه پیژنم

او په هغه چا به ستا مهرباني څومره وې

چې وایې : لا اله الا الله ، اللهم انک انت عفو تحب العفو فاعف عنا ، یعني له خدایه پرته بل څوک دعبادت وړندی ، او یاخدایه ! ته بښونکی یې او له بښني سره مینه لرې موږ ته بښنه وکړه !

ليکنه: حامد افغان

دغه هم وګوری

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه ليكنه: حامد افغان په …