مدرسه

مدرسه

مدرسه هغه مکرم او معظم ځاى دئ چي په هغې ( هغه) کي د انسان فکر داسي جوړيږي چي د خپل ارزښت ناک ژوند هره شېبه او هر ګړى بې ځايه اوعبث تېر نه کړي او د خپل ژوند په اوږدو کي د هر باطل او هر ناپوه انسان له پاره د خير داعي اوبلونکى وگرځي او همدا ډول په مدرسه کي د اسلام د سپېڅلي دين بلونکي او د همدې دين پتنګان روزل کيږي. مدرسې هغه ديني او انساني مرکزونه دي چي د همدې مراکزو څخه د مځکي پرمخ د نړۍ وهرګوټ ته د هغه سپېڅلي دين او هغه سپېڅلي ژوند شغلې او ځلاوي رسيږي چي په هغه دين کي هيڅ ډول نيمګړتيا ، هيڅ ډول عيب او هيڅ ډول خواشيني او خفګان نه ليدل کيږي بلکي هرانسان ددې روښانه او الهي دين په منلو سره  د هوسايۍ او خوشالۍ احساس کوي مدرسه دهغه ودي او سوکالۍ پلار دئ چي نه يوازي دتمدن ، عقېدې او انسانيت جوړښت پکښي رامنځته کيږي بلکي په روهي (روحي) لحاظ هم درملنه پکښي کيږي .

مأخذ: نداء القرآن مهالنۍ مجله

دغه هم وګوری

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي

پنځه ویشتمه لویه ګناه: په ناحقه قسم اخیستل چي په ياد يې هم وي قسم …