د دوزخ د [ هَلْ مِنْ مَزِيدٍ ] اواز
يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِيدٍ (30) ([1])
ژباړه : هغه ورځ چي موږ دوزخ ته ووايو : ايا ته ډک سوې؟ دوزخ ووايي: ايا تردې نور زيات دوزخيان سته چي زه يې ځاى کړم؟
په حديث شريف کي راغلي دي چي دقيامت په ورځ چي دوزخيان دوزخ ته ولويږي دوزخ ] دهل مزيد [ يعني نور زيات دوزخيان سته ــ نارې وهي آن تردې چي ټول دوزخيان به دوزخ ته ولويږي دوزخ به لا داغه نارې وهي يعني دوزخ به هيڅ نه ډکيږي آخر به الله( بلاکيفه خپل قدم مبارک په دوزخ کي کښيږدي چي له امله به يې دوزخ سره راټول سي او داسي ناري به کړي:
قط ، قط بعزتک وکرمک([2])
ژباړه : ستا په کرم او عزت دي مي قسم وي ، بس د ئ ، بس دئ.
[1] : سورة قاف الاية ٣٠
[2] : مشکوة
راتلونکي برخه:
په صبر کولو سره هم ددوزخ دعذاب څخه خلاصون نسته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخذ: د دوزخ او دوزخيانو حالات
مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان