دپېرانانو اسلام راوړل
څرنګه ،چي رسول الله(ص) انسانانو اوپېرانانو دواړو ته رسول ليږل سوى دئ نو ځکه پيريانانو په مختلفو وختونو کي اسلام راوړى دئ ،چي يو يې درسول الله(ص) دطائف څخه دراتګ پر مهال وو . هغه په دې ډول ،چي کله رسول الله(ص) دطائف څخه تشريف راوړى نو پر لاري يې په ( وادي النخلة ) نومى ځاى کي ،چي مکې ته نژدې وو څو شپې تېري کړې په دغه ځاى كي څو تنه پېرانان ده2 ته راغلل او په اسلام مشرف سوه بيا خپلو قومونو ته ولاړل خپل قومونه يې داسلام ولوري ته راوبلل . ددوى ددغه پيښي په اړه الله(ج) په قرآنکريم کي يادونه کړې ده .([1])
[1] : مسلم – الصحيح ١ \ ٣٣١ ، البيهقي – دلائل ٦ \ ٢٥٥ . ابن هشام – السيرة ٢ \ ٧٣ ، ابن سعد – الطبقات ١ \ ٢١١ ، الهيثمي – مجمع الزوائد ٦ \ ٣٥ . وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآَنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ (29) قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ (30) يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآَمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (31) . سورة الاحقاف الايات ٢٩ ، ٣٠ ، ٣١ .
راتلونکې برخه:
دحضرت محمد( ﷺ ) تسلي
تعلیم القران راډیو Taleemul Quran Radio داسلامی معلوماتو سرچینه تعلیم القران راډیو،کندهار افغانستان